اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاکستان تحريك انصاف سره د خبرو اترو په اړه كومه رابطه نه ده شوې ،زمونږ اتحاديان د خبرو په حق كښې دي،هېواد په ښه ډول چلولو له خبرو اترو ته اړتيا ده۔د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل پي ټي آئي دې د سپيکر چيمبر ته راشي …
د پاکستان تحريك انصاف سره د خبرو اترو په اړه كومه رابطه نه ده شوې،زمونږ اتحاديان د خبرو په حق كښې دي۔طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاکستان تحريك انصاف سره د خبرو اترو په اړه كومه رابطه نه ده شوې ،زمونږ اتحاديان د خبرو په حق كښې دي،هېواد په ښه ډول چلولو له خبرو اترو ته اړتيا ده۔د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل پي ټي آئي دې د سپيکر چيمبر ته راشي نو خبرې كيدې شي۔اول د يو ټورنامنټ اعلان كيږي بيا ډلي جوړيږي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د اپوزيشن ليډر معامله به سپيکر حل کوي۔پي ټي آئي دې خپل ګزارشات سپيکر ته وړاندې كړي نو معامله حل كيدې شي۔ده ووئيل كومه هم معامله داسې نه وي چې د خبرو اترو د لارې نه حل كيږي،خبرو لپاره پاکستان تحريك انصاف له به سنجيدګي ښودل وي،تحريك انصاف پخپله د کنفيوژن ښکار دے ، ده ووئېل د پي ټي آئي دوه ډلي جلا جلا خبري كوي، پي ټي آئي به خبرې د خپل باني په مشوره كوي










