لاهور 07 جنوري (اے پي پي) د ريجنل کرکټ ايسوسي ايشن کراچۍ هر زون له به درې ٬ درې لكهه روپۍ ټورنامنټ كولو لپاره وركولې شي دغسې چې زونل عهديدار خپل خپل زون كښې کلب ټورنامنټ وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه نديم عمر صدر ريجنل کرکټ ايسوسي ايشن د کراچۍ زونل عهديدارو سره ملاقات كښې كړې۔ده ووئيل انډر 15 او انډر17 ټرائلز نه پس د ټاكلو لوبغاړو د ډلو به خپلو …
د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين د اړخه انډر 19 ډلي ته په سيريز ګټلو مباركي

مزید خبریں
لاهور 07 جنوري (اے پي پي) د ريجنل کرکټ ايسوسي ايشن کراچۍ هر زون له به درې ٬ درې لكهه روپۍ ټورنامنټ كولو لپاره وركولې شي دغسې چې زونل عهديدار خپل خپل زون كښې کلب ټورنامنټ وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه نديم عمر صدر ريجنل کرکټ ايسوسي ايشن د کراچۍ زونل عهديدارو سره ملاقات كښې كړې۔ده ووئيل انډر 15 او انډر17 ټرائلز نه پس د ټاكلو لوبغاړو د ډلو به خپلو كښې ميچونه كولې شي كوم به چې د ريجنل کوچز په نګرانۍ كښې كيږي،دې نه پس به د کراچۍ ډلې جوړولې شي كومي به چې نېشنل ټورنامنټ كښې ګډون كوي۔په دې موقع د کراچۍ صدر د پاکستان انډر19 ډلي له په سيريز كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره ووئيل د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي په مشرۍ كښې عبدالله خرم نيازي د پاکستان کرکټ لپاره ښه كار كوي او نتيجې يې د پاکستان کرکټ ډلو كاميابۍ په شكل كښې رامخې ته كيږي۔










