اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سټيټ بينك ته سپارښتنه كړې چې كمرشل بينكونو د اړخه د وركوټي او مينځنۍ درجې كاروبار او زرعي څانګي له د پور وركولو تګلاري آسانولو لپاره ګامونو پورته كړي۔ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كوچني او مينځني درجې نوي كاروبار او كروندګرو له د پور وركولو كښې آسانۍ ، معاشي شموليت او نجي څانګي له …
وزيراعظم شهباز شريف سټيټ بينك ته د كمرشل بينكونو وركوټي او د مينځنۍ درجې كاروبار او زرعي څانګي له د پور وركولو تګلاري آسانولو سپارښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سټيټ بينك ته سپارښتنه كړې چې كمرشل بينكونو د اړخه د وركوټي او مينځنۍ درجې كاروبار او زرعي څانګي له د پور وركولو تګلاري آسانولو لپاره ګامونو پورته كړي۔ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كوچني او مينځني درجې نوي كاروبار او كروندګرو له د پور وركولو كښې آسانۍ ، معاشي شموليت او نجي څانګي له د پور وركولو په اړه د جاج اخستو غونډي ته وينا كوله۔وزيراعظم غونډي ته وينا كښې سپارښتنه وكړه چې د زراعت په څانګه كښې د جدت ودې لپاره سروس پرووائيډرز له په ترجيحي بنيادونو پور وركول باوري كړئ۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې خاص مرستيال هارون اختر دې د سميډا ډلي سره ګلګت بلتستان او د كشمير پشمول د ټولو صوبو دوره وكړي او كوچني او د مينځني درجې كاروبار سهولت له دې صوبو سره په ګډه كوټلي پاليسي جوړه كړي۔ده ووئيل پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د اېس ايم ايز معيشت او صنعتي څانګه د ملا د تير حيثيت لري۔ده ځوانانو له د انټرپرينيورشپ تربيې وركولو هم سپارښتنه وكړه دغسې چې نوې كاروبار پېل شي او د هېواد معاشي هلي ځلي زياتي شي۔ وزيراعظم ووئيل نجي څانګه او په خاص توګه اېس ايم ايز او كوچنز كروندګرو له جديد ټيكنالوجي ترلاسه كولو لپاره د پور وركړه كښې سهولت ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔په غونډه كښې نجي څانګي له په تيرو كلونو كښې د كاروبار، مشينري او جديد ټيكنالوجي لپاره د وركري قرض شميري او د معيشت ښه والي سره د هغې په زياتولو بريفنګ وركړے شو۔ غونډي ته ووئيل شول د 22-2021 په نسبت دسمبر 2025ء كښې نجي څانګي له د بانكونو د اړخه پور وركولو كښې ښه والے راغلے او د پور ترلاسه كوونكو شميره يو په دوه زياتيدو سره درې لكهه درې زره كچې څخه زياته شوې او د قرض حجم 1.1 ټريلين ته رسيدلے، زرعي څانګه كښې سږ كال قرض څخه د مستفيد شوو كروندګرو د شميرې اندازه 30 لكهه لګولې شوي دغسې تير كال دغه شميره 28 لكهه وه۔غونډي ته ووئيل شول كمرشل بينكونو د اړخه نوې كاروبار او جديد مشينرۍ لپاره پور وركولو ته پام لرني له ګامونه پورته كوو، زرعي څانګي له وركړے شوي قرض كښې جديد مشينري او فصلونو سره سره د لائيو سټاك او فشريز څانګه هم شامله ده، برفنګ كطښې ووئېل شول سميډا به د كوچني او مينځنۍ درجې كاروبارونو له د مالياتي چارو تربيې او خبرتيا لپاره يو جديد پروګرام پېل كوي، پنجاب كښې كروندګرو له جديد زرعي آلات ومشينري وركولو لپاره سروس پرووائيډرز له د پور وركولو پروګرام پېل شوےﺀ۔دې نه علاوه غونډي ته ووئيل شول وړو كروندګرو له قرض وركولو كښې سهولت لپاره سټيټ بينك د اړخه په بشپړه ډول په ډيجيټل نظام اډانه ’’زرخيز۔اي ايپ‘‘ هم اجراء شوے۔ وزيراعظم ووئيل په دې اړه باقاعدګۍ سره د غونډي مشري او نګراني به كولې شي او ډير زر به په دې اړه يوه ذيلي كمېټي جوړه شي كومه به چې هېواد كښې كاروباري هلو ځلو زياتولو لپاره نجي څانګي او په خاص توګه اېس اېم اي سيكټر او زرعي څانګي له د پور وركولو تګلاره نوره هم آسانولو له سفارشات مرتب كړي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير محمد اورنګزيب، وزير مملكت بلال اظهر كياني، خاص مرستيال هارون اختر،د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد او اړوندو اعلي چارواكو سره سره د ګلګت بلتستان او آزاد جموں و كشمير پشمول د څلورو واړو صوبوں چيف سيكريټريز ګډون وكړو۔










