د سعودي عربستان قومي سلامتيا او پولو دفاع لپاره د اقداماتو او پريكړو بشپړ ملاتړ كوو: مولانا فضل الرحمن

اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې د سعودي عربستان د قومي سلامتيا او د پولو دفاع لپاره د اقداماتو او پرېكړو بشپړ ملاتړ كوو۔ د جے یو آئی مرکزی میډیا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمن د خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په نامه خپل پېغام كښې ووئيل د سعودی عربستان …

اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې د سعودي عربستان د قومي سلامتيا او د پولو دفاع لپاره د اقداماتو او پرېكړو بشپړ ملاتړ كوو۔ د جے یو آئی مرکزی میډیا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمن د خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په نامه خپل پېغام كښې ووئيل د سعودی عربستان د قومي سلامتيا او بولو دفاع لپاره اقدامات جائز ٬ مسؤولانه او د منطقې استحكام لپاره اهم دي۔ د سعودي عربستان امن او استحكام د اسلامي نړۍ د امن ضمانت دے۔ ده ووئيل سعودي عربستان په اسلامي نړۍ كښې مركزي اود لارښودنې مقام لري۔ ده ووئيل جے يو آئي هيله لري چې په سباؤن كښې به هم سعودي عربستان د منځني ختيز په شمول نړۍ كښې امن ٬ ورورولۍ او استحكام ته وده وركولو كښې خپل مثبت او فعاله كردار ترسره كوي۔ ده د شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په مشرتابه د بشپړ باور څرګندونه كولو سره ووئيل چې د سعودي عربستان اسلام ٬ اسلامي نړۍ او حرمېن شريفېن لپاره خذمات د ستائنې وړ دي۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل جمعیت علماء اسلام سعودی عربستان سره د ورورولۍ اړيكو لا مضبوطولو او د اسلامي نړۍ شريكو ګټو له په ګډه د ستړو كولو عزم پخلے كوي۔

مزید خبریں