پېنډۍ ۔6جنوری(اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ 80 فيصد پېښو بنيادي سبب دغلته ساز ګار سياسي چاپېريال او د كريمينل ټېرر جوړه جاړه ده٬ د هند په سرپرستۍ كښې افغانستان د ترهګرۍ مركز جوړ شوے چرته څخه چې "وار اکانومي" چلولو له د ترهګرۍ ملاتړ كېږي٬ رياست د يو يو كوچني د تحفظ …
په خيبر پښتونخوا كښې ترهګرو لپاره ساز ګار سياسي چاپيريال برابرولې شي٬ رياست د يو يو كوچني د تحفظ عزم لري ٬ د ډي جي آئي ايس پي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري خبري كنفرنس

مزید خبریں
پېنډۍ ۔6جنوری(اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ 80 فيصد پېښو بنيادي سبب دغلته ساز ګار سياسي چاپېريال او د كريمينل ټېرر جوړه جاړه ده٬ د هند په سرپرستۍ كښې افغانستان د ترهګرۍ مركز جوړ شوے چرته څخه چې “وار اکانومي” چلولو له د ترهګرۍ ملاتړ كېږي٬ رياست د يو يو كوچني د تحفظ عزم لري٬ خوارج اسلام سره هېڅ تعلق نه لري او د پاك پروردګار په حكم به د هغوي فتنه په هر صورت ختمولې شي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د پاك پوځ وياند ووئيل تېر كال د ترهګرۍ 5 زره 397 پېښې رامخې ته شوې٬ امنيتي ځواكونو په مجموعي توګه 75 زره 175 انټېلی جنس بېسډ آپرېشنز وكړل چې په نتيجه كښې يۍ 2 زره 597 ترهګر ووژل شول۔ په دې مهال 1235 امنيتي اهلكار او عام وګړي شهيدان شول۔ په دې كارروائيو كښې تر ټولو زيات 58,778 آپرېشنز په بلوچستان او 14,658 په خېبر پښتونخوا كښې وكړے شول۔ ډي جي آئي ایس پي آر ووئيل سوريه څخه دوه نيم زره غېر ملكي ترهګر افغانستان ته منتقل شوي دي او د امريكې د 7.2 ارب ډالر پرېښودلې شوې وسله اوس د پاكستان په ضد كارولې شي۔ ده ووئيل افغان طالبان ټي ټي پي پخپل تنظيمي ډول چمتؤ كوي۔ ده په ښكاره ټكو كښې ووئيل هند د”آپرېشن سندور” په نامه د پاكستانو وګړو په نخښه كولو هڅه كړې وه ٬ پاكستان په معركه حق كښې د هند مخ تور كړو۔ وياند ووئيل په اکتوبر 2025 كښې چې كله افغان طالبان رجيم د پاكستان په پوستو بريدونه وكړل نو پاك پوځ سخت ځواب وركولو سره په يو څو ساعتو كښې په درځنونو افغان پوستې له مينځه يوړې۔ ده ووئيل د تېر كال په 10 لويو ترهګرو بريدونو كښې ككړ ټول بريد كوؤنكي افغان وګري وو او د پولې بندولو سره په دې پېښو كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے دے۔ لېفټېننټ جنرل احمد شریف ووئيل خوارج د جوماتونو او كورونو كښې نه آرمډ کواډ کاپټرز او ډرونز كاروي او مېرمنې او كوچنيان بشري ډھال جوړوي او پاك پوځ يوازې ترهګر او د هغوي سهولت كار په نخښه كوي۔ ده دا بيانيه مسترد كړه چې دا يوازې د پاك پوځ جنګ دے۔ ده ووئيل دا د پاكستان د بقا جنګ دے كوم به چې به طاقت سره ګټلے شي۔ وياند ووئيل په نېشنل اېكشن پلان د ټولو سياسي ګوندونو اتفاق دے او په دې بايد عملدرآمد وكړے شي۔ ده ووئيل په تېرو 5 كلونو كښې د فورسز د كار استعداد دومره قوي شوے دے چې اوس د يو شهادت په مقابل كښې دوه ترهګر وژلے شي۔ ده پوښتنه وكړه چې كوم كسان د آپرېشن مخالفت كوي يا كابل څخه د امنيت پوښتنې كولو خبره كوي آيا د هغوي ذات د پاكستان يا سلامتيا څخه زيات لويې دے؟










