لاهور۔6 جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د سوئيلي پنجاب اولس ته د پېښو سماجي او معاشي مسئلو حل بايد قامي ترجيحات كښې شامل كړے شي او د منطقې متوازن پرمختګ لپاره مؤثره ګامونه پورته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مخدوم سيد احمد محمود په استوګنه هغه سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د قامي …
د سيد يوسف رضا ګيلاني په لاهور كښې مخدوم سيد احمد محمود سره ملاقات ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
لاهور۔6 جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د سوئيلي پنجاب اولس ته د پېښو سماجي او معاشي مسئلو حل بايد قامي ترجيحات كښې شامل كړے شي او د منطقې متوازن پرمختګ لپاره مؤثره ګامونه پورته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مخدوم سيد احمد محمود په استوګنه هغه سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړے سيد علي قاسم ګيلاني هم موجود ؤ ۔ په دې موقع د هېواد په مجموعي سياسي وضعه ٬ د سوئيلي پنجاب اولس ته په پېښو مسئلو ٬ په سيمه ايزو پرمختيائي ترجيحات ٬ له سېلاب څخه وروستو د بحالۍ په عمل او نورو اړوندو چېنلجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال په سوئيلي پنجاب كښې د روانو او سباؤن پرمختيائي پروژو جاج هم واغستلے شو چې مقصد يۍ اولسي خېر ښېګړه ٬ بنيادي آسانۍ رسول او تلپاتي پرمختګ باوري كول دي۔ په دې خبره اتفاق وكړے شو چې د سوئيلي پنجاب پرمختګ لپاره به پرله پسې تګلاره خپلول وي دغسې چې اولس ته پېښې مسئلې حل كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په دې موقع د سوئيلي پنجاب اولس سره د خپل تړون پخلي سره ووئيل هغه به په منطقه كښې يو برابر پرمختګ ٬ معاشي ښه والي او سماجي انصاف ته ودې وركولو له ټولې ممكنه هڅې روانې ساتي۔










