اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د بنګله دېش ايئر فورس چيف آف دي ايئر سټاف ، ايئر چيف مارشل حسن محمود خان په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې پلاوي ايئر هيډکوارټرز اسلام آباد كښې مهم ملاقات كړے دے ۔دا ملاقات د دواړو فضائي پوځ ترمينځه د آپريشنل مرستي او اداره جاتي همغږۍ لا قوي كولو په …
د پاك فضائيه مشر سره د بنګله دېش همڅنګ وليدل،د شريكې مرستي په امکانات د خيالاتو څركندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د بنګله دېش ايئر فورس چيف آف دي ايئر سټاف ، ايئر چيف مارشل حسن محمود خان په مشرۍ كښې د اعليٰ پائې پلاوي ايئر هيډکوارټرز اسلام آباد كښې مهم ملاقات كړے دے ۔دا ملاقات د دواړو فضائي پوځ ترمينځه د آپريشنل مرستي او اداره جاتي همغږۍ لا قوي كولو په لړ كښې يو مهمه كړۍ ده۔د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د شريكي مرستي په امکانات د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې په خاص توګه تربيتي مشقونو او ايرو اسپيس صنعت كښې د پيش رفت په څانګو كښې په اشتراك زور راوړلے شو۔د پاك فضائيه وياند له مخې ايئر هيډکوارټرز ته په راتګ د پاك فضائيه يوي چټك ډلي ايئر چيف مارشل حسن محمود خان ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د ميلمه تود هركلے وكړو او هغه له ئې د پاك فضائيه اوسني پيش رفت او جديد صلاحيتونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ايئر چيف د دې خبري پخلے وكړو چې پاکستان او بنګله دېش خپلو كښې مذهبي او تاريخي اړيكي لري كوم چې د دواړو هېوادونو د پوځ ترمينځه د مثالي عسکري مرستي څرګندونه ده۔ده د جديد حربي چيلنجونو په ښه ډول مخنيوي لپاره د بنګله دېش ايئر فورس له د بشپړه مرستي باور وركړو۔ ايئر چيف په دې خبره زور راوړو چې پاك فضائيه ببه د نګله ديش ايئر فورس کيډټس او پائلټس لپاره په اعليٰ كچه د تربيې پراخه موقعې وركوي۔د بنګله دېش ايئر چيف نېشنل ايرو سپيس سائنس اينډ ټيکنالوجي پارك كښې موجود جديد تکنيکي انفراسټرکچر وستائېلو او په خاص توګه آئي ايس آر، سائبر، خلائي ټيکنالوجي، اليکټرانك وارفيئر او بغير د پائلټ د فضائي نظام په څانګو كښې جوړ جديد سهوليات يې د ستائني وړ وګرځول۔د دورې په مهال د بنګله دېش چيف آف دي ايئر سټاف ايئر هيډکوارټرز كښې د مهم آپريشنل او تزويراتي تنصيبات دوره هم وكړه چې پكښې نېشنل آئي اېس آر اينډ انټيګريټډ ايئر آپريشنز سينټر او د پي اے ايف سائبر کمانډ شامل دي چرته چې هغه ته د پاك فضائيه آپريشنل صلاحيتونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔د بنګله دېش د اعليٰ پائې دفاعي پلاوي د ايئر هيډکوارټرز اسلام آباد دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستي لا مستحکمولو او د صلاحيت سازۍ او آپريشنل اشتراك اډانه تذويراتي شراکت دارۍ ته ودي وركولو له د غير متزلزل عزم عکاسي کوي۔










