اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰي کمال وئيلي دي ټيلي ميډيسن سسټم د صحت په څانګه كښې يو غلے انقلاب دے٬ د پرائمري هيلتھ سسټم متبادل ټيلي ميډيسن سسټم دے، ټيلي ميډيسن سسټم په وفاقي بنيادي صحت مرکزونو كښې پېل شوے۔د دې خيالاتو څركندونه ده د روغتيا وزارت په مرسته د صحت کهاني تر سيوري لاندي د وړومبي هيلتھ کيئر سينټر پرانستي …
ټيلي ميډيسن سسټم د صحت په څانګه كښې يو غلے انقلاب دے، ټيلي ميډيسن سسټم په وفاقي بنيادي صحت مرکزونو كښې پيل كړے شوے۔ وفاقي وزير سيد مصطفٰي کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰي کمال وئيلي دي ټيلي ميډيسن سسټم د صحت په څانګه كښې يو غلے انقلاب دے٬ د پرائمري هيلتھ سسټم متبادل ټيلي ميډيسن سسټم دے، ټيلي ميډيسن سسټم په وفاقي بنيادي صحت مرکزونو كښې پېل شوے۔د دې خيالاتو څركندونه ده د روغتيا وزارت په مرسته د صحت کهاني تر سيوري لاندي د وړومبي هيلتھ کيئر سينټر پرانستي دستوري په موقع وكړه۔ده ووئيل نن د ټيلي ميډيسن په اړه يوه لويه ورځ ده، د اسلام آباد په ګوګينه كلي كښې د ټيلي ميډيسن پراجيکټ په رسمي توګه پېل شوے۔ده ووئيل ’صحت کهاني‘ اداره به ډيجيټل صحت سهوليات وركوي۔ ده ووئيل زمونږ نجي و سرکاري روغتونونو كښې د سياسي جلسو په شان ګڼه وي۔روغتونونو كښې د ګڼې ګونې وجه د پرائمري و سيکنډري هيلتھ کيئر سسټم غيرموجودګي ده۔ده ووئيل د پرائمري هيلتھ سسټم متبادل ټيلي ميډيسن سسټم دے۔ده ووئيل لويو روغتونو ته 70 فيصده رونځوران د بنيادي صحت مرکزونو نه ځي۔ مونږ د اسلام آباد 6 او د کراچۍ په 4 ځايونو ټيلي ميډيسن سسټم لګوو۔رونځوران به په آن لائن کيمره 3 جنرل فزيشن په يو وخت كتلې شي۔ده ووئيل په 6 ځايونو به 18 ډاکټران آن لائن موجود وي ، آن لائن د داروګانو پرچي به جاري كيږي،رنځورانو ته به هلته څخه داروګان وركولې شي،په لويو روغتونونو كښې به ګڼه كمه شي۔د نهې په ورځ د وړومبي بي ايچ يو پرانسته شوي،دې نه پس به هره اونۍ كښې د يو بي ايچ يو پرانسته كولې شي۔










