زرعي څانګه كښې د پرمختګ بشپړ استعداد لري،د كر كېلې برآمدات زياتولو لپاره دې تګلاره جوړه كړې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف زرعي څانګه كښې اصلاحات او كروندګر په نړيواله كچه د خپلو كړو لارو لارو چارو سره يشنا كول د حکومت پام لرنه ګرځولو سره وئيلي دي زرعي څانګه كښې پرمختګ بشپړ استعداد لري ،ده د زرعي برآمدات زياتولو په اړه د تګلارې جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز …

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف زرعي څانګه كښې اصلاحات او كروندګر په نړيواله كچه د خپلو كړو لارو لارو چارو سره يشنا كول د حکومت پام لرنه ګرځولو سره وئيلي دي زرعي څانګه كښې پرمختګ بشپړ استعداد لري ،ده د زرعي برآمدات زياتولو په اړه د تګلارې جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د زرعي برآمدات زياتولو او زرعي څانګه د نړيوالو تقاضو له مخې روانولو په اړه د نجي څانګي په پوهانو د مشتمل ورکنګ ګروپ د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، رانا تنوير حسين، ډاکټر مصدق ملك، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، وزيرِ مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف غونډي ته وينا كښې ووئيل زرعي څانګه كښې اصلاحات او کروند ګر د نړيوالو لارو چارو څخه يشنا كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ده ووئيل وفاقي حکومت په زرعي څانګه كښې خپل دائره کار كښې اصلاحات سره سره صوبائي حکومتونو سره په ګډه د كر كېلې پرمختګ لپاره اقدامات کوي،د ايكړ په سر پيداوار زياتولو لپاره كروندګرو له معياري تخم ، په مناسب بيعه او په وخت سره او د رنځونو مخنيوي لپاره داروګانو وركولو له اقدامات كوو، دغسې د زرعي تخم پراسيسنګ سره د برآمدات زياتولو له ګامونه پورته كوو۔وزيرِاعظم محمد شهباز شريف ووئيل اوسنيو كښې چين ته په سرکاري خرڅ يو زر پاکستاني زدكوونكې د زراعت جديد ټيکنالوجي تربيې لپاره لېږلې شوي۔ده ووئيل د پاکستان زرعي څانګه كښې د پرمختګ بشپړ استعداد شته، د شته وسائلو تر مخه د زراعت پرمختګ لپاره په تحقيق سرمايه کاري کوو دغسې چې د ايكړ په سر پيداوار زيات شي۔ وزيرِاعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه وكړه چې په ساحلي پټۍ د پام آئل پيداوار لپاره د پاليسي اقدامات وړاندې كړې شي او په راروانو 5 كلونو كښې د زرعي برآمدات زياتولو په اړه دې تګلاره جوړه كړې شي۔په غونډه كښې چيئرمېن ورکنګ ګروپ رانا نسيم او د هغه ډلي د زرعي څانګي په اړه كوټلے رپورټ وړاندې كړو او په پېښو مسئلو او د سباؤن په تګلاره يې تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډي ته هېواد كښې د ربيع و خريف لويو فصلونو ، د هغې د ايكړ اوسط پيداوار، هارټي کلچر پيداوار ، د هغې برآمدات، د څاروو ساتنې، ډيري څانګي او د زراعت په اړه د ټولو څانګو د سيمي او په نړيواله كچه تقابلي جائزه وړاندې كړې شوه۔غونډي ته ووئيل شول د لنډي مودي اصلاحاتي فريم ورك ترمخه د پاکستان موجوده يو ايكړ اوسط پيداوار به د موجوده وسائل له مخې زياتولې شي، دې لپاره وفاقي حکومت معياري تخم وركولو او د پاليسي اقدامات سره سره د صوبائي حکومتونو په مرسته مؤثره ايکسټينش سروسز او كروندګر په جديد ډول زرعي تګلارې څخه خبرولې شي۔غونډي ته ووئيل شول د زرعي اجناس پراسيسنګ لپاره وفاقي حکومت په سرټيفيکشن رجيم كار كوي كوم چې زرعي تخم او د هغې څخه جوړيدونكو څيزونو به قدر كښې زياتوالے باوري كولو سره په نړيوالو منډيانو كښې د كروندګرو لپاره ګټه زياته كړي۔غونډي ته تحقيق ادارو كښې اصلاحات لپاره يوه كوټلې تګلاره هم وړاندې كړې شوه۔ دغسې وزيرِاعظم د ورکنګ ګروپ د اړخه مفصل بريفنګ ستائېلو سره د عمل وړ ، مؤثره او كوټلې روډ ميپ جوړولو سره حکومتي اصلاحات په شفارشات كښې د شاملولو سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں