لاهور۔5جنوری (اے پي پي )د پاکستان انډر 19 او د زمبابوے انډر 19 تر مينځه د درې هېوادېزه سیریز فائنل مېچ (سبا )د نهې په ورځ اولډ هرارینز، هرارے كښې كېږي۔ پاکستان په اوسنو كښې هند ته په 191 رنز ماتې وركولو سره د اے سي سي انډر 19 ایشیا کپ بخپله نامه كړے ۔سمیر منهاس په درې هېوادېزه سیریز كښې د پاکستان څرګند بلے باز ؤ ، په څلورو …
د پاکستان انډر 19 او د زمبابوے انډر 19 تر مينځه د درې هېوادېزه سیریز فائنل مېچ (سبا) د نهې په ورځ كېږي

مزید خبریں
لاهور۔5جنوری (اے پي پي )د پاکستان انډر 19 او د زمبابوے انډر 19 تر مينځه د درې هېوادېزه سیریز فائنل مېچ (سبا )د نهې په ورځ اولډ هرارینز، هرارے كښې كېږي۔ پاکستان په اوسنو كښې هند ته په 191 رنز ماتې وركولو سره د اے سي سي انډر 19 ایشیا کپ بخپله نامه كړے ۔سمیر منهاس په درې هېوادېزه سیریز كښې د پاکستان څرګند بلے باز ؤ ، په څلورو مېچونو كښې يې 246 رنز جوړ كړل ۔عثمان خان هم په غوره بیټنګ كولو سره 225 رنز جوړ كړل ۔فاسټ بولر عمر زیب په دريو مېچونو كښې 5 وکټې تر لاسه كړې ۔ د ډلې کپتان فرحان یوسف وېنا وه د دريو هېوادونو سیریز مونږ له د انډر 19 ورلډ کپ چمتوالي نيولو لپاره ښه موقع راكړه ،فائنل كښې د كوربه ډلې خلاف لوبېدل به چیلنج وي ، مونږ به په مثبت ډول د ټورنامنټ اختتام کول غواړو۔










