ميكسيكو سټي۔ 24 دسمبر (اے پي پي) د ميكسيكو قامي فټ بال ډله به راروان كال د مارچ په مياشت كښې د فيفا ورلډ كپ چمتوالي نيولو لپاره په مارچ مياشت كښې دوه دوستانه مېچونه كوي چې پكښې به پرتګال او بېلجيم جريفان وي۔ د شنهوا تر مخه دا اعلان د ميكسيكو د فتبال فيډرېشن وكړه۔ ال ټري ټيم به په 28 مارچ 2026 په ايزټيكا مېدان كښې د پرتګال …
ميكسيكو به راروان كال مارچ كښې د پرتګال او بېلجيم خلاف دوستانه مېچونه كوي

مزید خبریں
ميكسيكو سټي۔ 24 دسمبر (اے پي پي) د ميكسيكو قامي فټ بال ډله به راروان كال د مارچ په مياشت كښې د فيفا ورلډ كپ چمتوالي نيولو لپاره په مارچ مياشت كښې دوه دوستانه مېچونه كوي چې پكښې به پرتګال او بېلجيم جريفان وي۔ د شنهوا تر مخه دا اعلان د ميكسيكو د فتبال فيډرېشن وكړه۔ ال ټري ټيم به په 28 مارچ 2026 په ايزټيكا مېدان كښې د پرتګال خلاف مېچ كوي او دغسې درې ورځې پس به د بېلجيم خلاف مېچ كولو سره خپل پوزيشن معلوموي ٬ كوم به چې په شكاګو كښې كېږي ۔ د فېډرېشن بيان تر مخه د مېكسيكو د قامي ډلې سپورټنګ ډارېكټوريټ تصديق كړے دے چې په مارچ كښې به د فيفا ونډو كښې د پرتګال او بېلجيم دواړو ډلو كومې چې د فيفا ورلډ كپ 10 وړومبو ډلو كښې شمېر دي زمونږ به حريفانې وي۔ په ايزيټيكا مېدان كښې د 1970 او 1986 ورلډ كپ فائنلز هم شوي وو ٬ دغسې د 2026 په ورلډ كپ كښې به د پرانستې مېچ پشمول د نورو څلورو مېچونو كوربتوب كوي۔










