اسلام آباد۔22دسمبر (اے پي پي) په انډر 19 ایشیا کپ فائنل كښې روایتي حریف هند ته په ماتې وركول وطن ته د راستنېدونكې د پاکستان انډر 19 کرکټ دلې د اسلام آباد په انټرنیشنل ایئرپورټ تود هر كلے وكړے شو ۔ پي سي بي د اړخه جاري بيان تر مخه د ډلې په راتګ د جشن ماحول راجوړ ؤ او د کرکټ مېنه وال په لويه شمېره اتلانو ته هر …
انډر 19 ایشیا کپ فائنل كښې روایتي حریف هند ته په ماتې وركولو وطن ته د راستنېدونكې ډلې تود هر كلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔22دسمبر (اے پي پي) په انډر 19 ایشیا کپ فائنل كښې روایتي حریف هند ته په ماتې وركول وطن ته د راستنېدونكې د پاکستان انډر 19 کرکټ دلې د اسلام آباد په انټرنیشنل ایئرپورټ تود هر كلے وكړے شو ۔ پي سي بي د اړخه جاري بيان تر مخه د ډلې په راتګ د جشن ماحول راجوړ ؤ او د کرکټ مېنه وال په لويه شمېره اتلانو ته هر كلي وئېلو لپاره په هوائي اډه موجود وو ۔ د لوبغاړو او سپورټ اسټاف هر كلے د پاکستان کرکټ بورډ چیف آپریټنګ آفیسر سمیر احمد سید، ډائریکټر هائي پرفارمنس عاقب جاوید او نورو اعلیٰ د پي سي بي چارواكو وكړو۔ په دې مهال د ډلې لوبغاړو ته مبارکي وركړې شوه او د دوي د ښې کارکردګۍ ستائنه وشوه ۔ د پاکستان انډر 19 ډلې د اتوار په ورځ دبئئ كښې په شوي فائنل كښې د هند انډر 19 ته په ماتې وركولو ټائټل پخپل نوم كړے٬ په كومه چې نه يوازې د کرکټ خوښوونكو بلکې په اولسي كچه هم د خوشحالۍ څرګندونه وشوه ۔۔ د هر كلي په مهال د آتشبازۍ يوه زړه راښكونكې مظاهره هم وشوه ۔ د پي سي بي چارواكو په دې مهال ووئېل د انډر 19 ټیم دا کامیابي د پاکستان کرکټ روښانه سباون علامت ده او ځوانانو لوبغاړو پخپل محنت او مينه د قام سر په وياړ هسك كړو










