ویلنګټن 15 دسمبر (اے پي پي) د نیوزي لینډ او ویسټ انډیز کرکټ ډلو تر مينځه د دريو ټیسټ میچونو د سیریز درېم او وروستے میچ په 18 دسمبر اوول، ماؤنټ مونګانوئي كښې كېږي ۔ د سپورټس ویب پاڼې تر مخه د نیوزي لینډ ډلې د ویسټ انډیز خلاف د دريو ټیسټ میچونو په سیریز كښې د 0-1 په حساب بريا تر لاسه كړې ده۔ د دواړو ډلو تر مينځه …
د نیوزي لینډ او ویسټ انډیز کرکټ ډلو تر مينځه دريم او وروستے میچ په 18 دسمبر پېل كېږي

مزید خبریں
ویلنګټن 15 دسمبر (اے پي پي) د نیوزي لینډ او ویسټ انډیز کرکټ ډلو تر مينځه د دريو ټیسټ میچونو د سیریز درېم او وروستے میچ په 18 دسمبر اوول، ماؤنټ مونګانوئي كښې كېږي ۔ د سپورټس ویب پاڼې تر مخه د نیوزي لینډ ډلې د ویسټ انډیز خلاف د دريو ټیسټ میچونو په سیریز كښې د 0-1 په حساب بريا تر لاسه كړې ده۔ د دواړو ډلو تر مينځه کرائسټ چرچ كښې د سیریز وړومبے ټیسټ میچ د كومې ګټې او بريا نه غیر ختم شوے ؤ خو په دويم ټیسټ میچ كښې كوربنې کیوي ډلې ویسټ انډیز ته په 9 وکټو ماتې وركړې وه۔ د دې نه وړاندې دواړو ډلو تر مينځه د پينځو ټي ټونټي میچونو سیریز كوربنې ډلې د 1-3 په حساب ګټلے ؤ او د دريو يو ورځنو نړيوالو میچونو سیریز هم كوربنې ډلې نیوزي لینډ ویسټ انډیز څخه په 0-3 ګتلے ؤ ۔ د داوړو ډلو تر مينځه د دريو ټیسټ میچونو سیریز د آئي سي سي ورلډ ټیسټ چیمپئن شپ برخه دے










