د پي سي بي چيئرمين د ايچ بي ايل پي ايس ايل 11 مه ونډو اعلان كړه

اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن سيد محسن نقوي د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ 11م اېډیشن ونډو اعلان كړې ده۔ د اېچ بی اېل پی اېس اېل مېله به د راروان كال 2026 په مهال د مارچ مياشتې 26 مې څخه د مئي تر 3 مې نېټې په بېلو ښارونو كښې لګي۔ پاکستان کرکټ بورډ به په 8 جنورۍ 2026 په اسلام …

اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن سيد محسن نقوي د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ 11م اېډیشن ونډو اعلان كړې ده۔ د اېچ بی اېل پی اېس اېل مېله به د راروان كال 2026 په مهال د مارچ مياشتې 26 مې څخه د مئي تر 3 مې نېټې په بېلو ښارونو كښې لګي۔ پاکستان کرکټ بورډ به په 8 جنورۍ 2026 په اسلام آباد كنونشن سېنټر كښې د نوې لوبډلو نيلامي هم كوي دا نېلامي به نېغ په نېغه خپرولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نړيواله كچه د كركټ مينه والو په اېچ بي اېل پي اېس اېل كښې خوښي لرل پېل كړې دي۔ د اعلیٰ معیار کرکټ، مسابقتی توازن او د نړيوالې كچې صلاحيت لرونكو لوبغاړو په تيارولو كښې د كردار ترسره كولو له امله اېچ بی اېل پی اېس اېل د يو نړيوال ټي ټونټي ليګ په توګه په مستحكم ډول نړۍ تسليم كړے دے۔

مزید خبریں