د وزيراعظم شهباز شريف د ايران صدر مسعود پيزشكيان سره ملاقات ٬ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د اعلی كچې ملاقاتونو او مشاورت په روان ساتلو اتفاق

اشک آباد۔12 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ايران صدر مسعود پيزشكيان دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د اعلی كچې ملاقاتونو او مشاورت په روانه ساتلو اتفاق كړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف دلته د جمعې په ورځ په اشك آباد كښې د ترکمانستان د 30 م كلنې مستقلې غېر جانبدارۍ سالګرې سره د اړوند فورم …

اشک آباد۔12 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ايران صدر مسعود پيزشكيان دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د اعلی كچې ملاقاتونو او مشاورت په روانه ساتلو اتفاق كړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف دلته د جمعې په ورځ په اشك آباد كښې د ترکمانستان د 30 م كلنې مستقلې غېر جانبدارۍ سالګرې سره د اړوند فورم په موقعه د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پيزشكيان سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو ٬ د پولئيزو بازارونو فعاله كولو ٬ د پولئېزې سلامتيا مضبوطولو او د اسلام آباد- بلوچستان ټرانسپورټ نېټ ورك د لارې دوه اړخيزه همكاري مضبوطولو له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو لارښودو په سيمه ايزه او نړيواله وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د افغان خاورې څخه د روانې ترهګرۍ په اړه د پاكستان سنګينې امنيتي اندېښنې لرې كولو لپاره دې افغان حكومت كارروائي وكړي۔ دواړو لارښودو په غزه كښې امن لپاره په روانو هڅو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صدر صدر پیزشکیان ووئيل ايران پاكستان سره خپلې اړيكې لا مضبوطول غواړي۔ د بيان له مخې دا ملاقات د پاكستان او ايران ترمينځه د نزې او ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي كوم چې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او عقيده تړلې شوي دي۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د اعلی كچې ملاقاتونو او مشاورت په روانه ساتلو اتفاق وكړو۔ دغسې وزیراعظم د ايران ستر لارښودو آیت اے خمېنی لپاره د زړه له كومي د نېكو هيلو څرګندونه وكړه