تاشقند۔12 دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت خصوصي مرستيال رانا احسان افضل خان د جمعې په ورځ د ازبكستان د سرمايه كارۍ او صنعت او تجارت نائب وزير شورخ غلاموف سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو د پاكستان وزيراعظم او د ازبكستان صدر د وژن له مخې په راتلونكو دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 2 اربه امريكائي ډالر رسولو له د خپل عزم پخلے …
د پاكستان او ازبكستان د 2 اربه ډالره تجارتي هدف ته رسيدو لپاره د اليكټرانك انټرچينج په جوړولو اتفاق
تاشقند۔12 دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت خصوصي مرستيال رانا احسان افضل خان د جمعې په ورځ د ازبكستان د سرمايه كارۍ او صنعت او تجارت نائب وزير شورخ غلاموف سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو د پاكستان وزيراعظم او د ازبكستان صدر د وژن له مخې په راتلونكو دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 2 اربه امريكائي ډالر رسولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د موجوده ترجيحي تجارتي لوظنامې (پی ټی اے) په سمدستي پراختيا اتفاق وكړے شو۔ نائب وزیر غلاموف د دې خبرې تصديق وكړو چې دواړه هېوادونه په فعاله توګه د پراخه مصنوعاتو فهرست ته حتمي شكل وركوي او طمعه ده چې په پراخا كړې شوې د پي ټي اے به زر تر زره رسمي مفاهمت اوشي۔ نائب وزیر غلاموف رانا احسان افضل ته باور وركړو چې تکنیکی ډلې د پاكستان او ازبكستان اړوندو چارواكو ترمينځه الېکټرانک ډېټا انټرچېنج (اي ډي آئي) سسټم فعاله كولو له تندۍ سره كار كوي۔ دواړو وزيرانو د كاروباري رابطو په تندولو او د تجارتي پلاويو په تبادله هم اتفاق وكړو۔











