د پاکستان د مېرمنو انډر 19 د بنګله دیش ډلې ته په پينځم او پرېكنده ټي ټونټي میچ كښې په 6 وکټو ماتې وركولو سره سیریز پخپله نامه کړو

کاکسز بازار۔12دسمبر (اے پي پي) د پاکستان د مېرمنو انډر 19 كركټ ډلې د بنګله دیش انډر 19 ډلې ته په پينځم او پرېكنده ټي 20 میچ كښې په 6 وکټو ماتې وركولو سره سیریز د 2-3 په حساب سره پخپله نامه كړو ۔ د جمعې په ورځ کاکسز بازار اکیډمي كښې شوي وروستي میچ كښې پاکستان په ټاس ګټلو بنګله دیش ته د بیټنګ بلنه وركړه ۔ كوربه ډله …

کاکسز بازار۔12دسمبر (اے پي پي) د پاکستان د مېرمنو انډر 19 كركټ ډلې د بنګله دیش انډر 19 ډلې ته په پينځم او پرېكنده ټي 20 میچ كښې په 6 وکټو ماتې وركولو سره سیریز د 2-3 په حساب سره پخپله نامه كړو ۔ د جمعې په ورځ کاکسز بازار اکیډمي كښې شوي وروستي میچ كښې پاکستان په ټاس ګټلو بنګله دیش ته د بیټنګ بلنه وركړه ۔ كوربه ډله په 19.1 اوورز كښې په 84 رنز آؤټ شوه ، سعدیه اختر 27 رنز سره تر ټولو زيات رنز جوړ كړل ۔ د پاکستان د اړخه بریرہ سیف درې او روزینه اکرم دوه لوبغاړي آؤټ کړل ۔ په ځواب كښې د پاکستان انډر 19 ډلې مطلوب هدف په 17 م اوورز كښې د 4 وکټو په زيان سر كړو ۔ کومل خان 25، اقصیٰ حبیب 21 او فضه فیاض 18 رنز سره ښې لوبغاړې وې ۔ بریرہ سیف په ښه باؤلنګ پلیئر آف دی میچ وګرځولې شوه

مزید خبریں