اشک آباد۔12دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف موسمیاتی بدلون ، بې وزلي او د مساوات نشتوالے نړۍ لپاره لوي چېلنجونه ګرځولو سره وئيلي دي عصري ټيكنالوجۍ ته ټولو لپاره عادلانه او بې پرې لاس رسنه ضروري ده٬ د موسمياتي بدلونونو د لاسه پرمختګ كوؤنكې هېوادونه ستونزو سره مخ دي٬ د شخړو سولئيز هوارے د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده ٬ پاكستان نړيوال امن او سلامتيا ته ودې وركولو …
عصري ټيكنالوجۍ ته د ټولو عادلانه او بې پرې لاس رسنه ضروري ده ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ او د اولس خير ښيګړې ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي : وزيراعظم شهباز شريف
اشک آباد۔12دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف موسمیاتی بدلون ، بې وزلي او د مساوات نشتوالے نړۍ لپاره لوي چېلنجونه ګرځولو سره وئيلي دي عصري ټيكنالوجۍ ته ټولو لپاره عادلانه او بې پرې لاس رسنه ضروري ده٬ د موسمياتي بدلونونو د لاسه پرمختګ كوؤنكې هېوادونه ستونزو سره مخ دي٬ د شخړو سولئيز هوارے د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده ٬ پاكستان نړيوال امن او سلامتيا ته ودې وركولو لپاره په زړه پورې كردار ترسره كوي٬ د ترهګرۍ ختمولو عزم لرؤ٬ نړيواله ورورولي دې په افغان رجيم زور راوړي دغسې چې هغه خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ كاررواييو مخه اونيسي ٬ پاكستان به د فلسطيني اولس او د مېړنو كشميري وګړو د خپلواكۍ بنيادي حق لپاره د روانو هڅې ملاتړ روان ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د امن او باور نړيوال كال ٬ د غېر جانبدارۍ نړيوالې ورځ او د تركمانستان د 30 كلنې مستقلې غېر جانبدارۍ سالګرې په اړه اړوند فورم ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل دا د تركمانستان زما اولنۍ دوره ده خو دلته زه ځان نا آشنما نه ګڼم۔ تركمانستان زمونږ ځانګړې مېلمستيا وكړه او مونږ ته يۍ زيات احترام راكړو۔ د تركمانستان قامي لارښود قرباني ګلي بردي محمدوف او د تركمانستنان صدر سردار بردي محمدوف زما لپاره ځما د ورونړو غوندې دي او د پاكستان او تركمانستان ملګرتيا په مضبوطولو كښې د دوي مهم كردار دے۔ وزیراعظم ووئيل د تركمانستان مشرتابه ته د مستقلې غېر جانبدارۍ په 30 كلونو بشپړولو او كال 2025 د ملګرو ملتونو لخوا د امن او باور كال ګرځولو په كاميابه هڅه مباركي وركوم ۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د سږ كال په مهال په سلامتي كونسل كښې د غېر مستقل غړو په توګه خپلې ذمه وارۍ پغاړه واخستې او نړيوال امن او سلامتيا ته ودې وركولو لپاره پاكستان بشپړ كردار ترسره كوي٬ د ترهګرۍ ختمولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خطر د افغان خاورې څخه سر پورته كوي ٬ په دې خطر قابو موندلو له هڅې روانې دي٬ دې سره سره نړيوالې ورورلۍ له به په افغان رجيم زور راوړل وي دغسې چې هغه خپلې نړيوالې ذمه وارۍ او لوظونه ترسره كړي او خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ روانې كارروايۍ بندې كړي۔ ۔وزیراعظم ووئيل پاکستان مستقلې جنګ بندۍ لپاره د قطر ٬ تركيه ٬ سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات او ايران هڅې خوشبينه ګرځوي٬ د شخړو سولئيز هوارے د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده ٬ د پاكستان ملاتړ سره غزه امن منصوبه منظور شوه او دغسې څخه وروستو يې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل هم توثيق وكړو۔ د د سږ كال په پیل كښې د ملګرو ملتونو د قرارداد 2788 منظوري د شخړو سوليئيز هواري لپاره د پاكستان د عزم عكاسي كوي۔ ده ووئېل د 8 عرب اسلامي هېوادونو د ګروپ غړي په حېث مونږ هيله لرؤ چې په منځني ختيځ كښې امن لپاره روانو هڅو سره به د فلسطين وګړو د ځانونو تحفظ باوري كولو له مرسته ترلاسه شي او مستقله جنګ بندي او د بشري خواخوږۍ به د بنيادي مرستې پرله پسې رسنه هم باوري كړې شي۔ دغسې دا هڅې به د غزه په بيا ودانۍ كښې هم مرستياله وګرځي۔ ده ووئېل پاكستان به د فلسطيني اولس او د مېړنو كشميري وګړو د خپلواكۍ بنيادي حق لپاره د روانو هڅې ملاتړ روان ساتي۔ وزيراعظم ووئيل تلپاتي امن كښې خوښي تلپاتي پرمختګ سره تړلې ده ٬ په دې لړ كښې د كال 2030 د تلپاتي پرمختګ ايجنډا يوې غوره او سولئيزې نړۍ لپاره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل سماجي او اقتصادي پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې ته د پاكستان حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ ده ووئيل مونږ د مالياتي شموليت په څانګه كښې پېشرفت سره سره د مېرمنو او كمزورو طبقو په اقتصادي چوكاټ كښې شامولولو له بشپړ اقدامات كړي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو د لاسه پرمختګ كوؤنكي هېوادونه ستونزو سره مخ دي٬ وزيراعظم ووئيل د سېلاب د لاسه مونږ زيات ځاني او مالي زيان سره مخ شوې يوو۔ ده ووئيل موسمياتي بدلونونه ٬ بې وزلي او د مساوات نشتوالے نړۍ لپاره لويې چېلنجونه دي۔ دا نړيوالې خطرې دي او په دې قابو موندلو له به عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل عصري ټيكنالوجۍ ته ټولو لپاره عادلانه او بې پرې لاس رسنه ضروري ده۔











