د وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف سره ملاقات٬تجارتي او اقتصادي روابط پشمول د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو عزم او د زمكي او سمندري لارو روابط زياتولو لپاره د خوښۍ پخلے

اسلام آباد 11دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان او تركمانستان ترمينځه تجارتي او اقتصادي روابط پشمول د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو عزم او د زمكي او سمندري لارو روابط زياتولو له د خپل خواهش پخلي كولو سره تركمانستان ته د كراچۍ او ګوادر بندر ځايونو د لارې د خپلې رسنه زياتولو وړاندېز كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د زيارت وزيراعظم محمد …

اسلام آباد 11دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان او تركمانستان ترمينځه تجارتي او اقتصادي روابط پشمول د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو عزم او د زمكي او سمندري لارو روابط زياتولو له د خپل خواهش پخلي كولو سره تركمانستان ته د كراچۍ او ګوادر بندر ځايونو د لارې د خپلې رسنه زياتولو وړاندېز كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د زيارت وزيراعظم محمد شهباز شريف اشك آباد كښې د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف سره دوه اړخيزه ملاقات كړے ۔وزيراعظم د تركمانستان مستقل غېر جانبدارۍ 30مې سالګرې او د ملګرو ملتونو لخوا 2025 امن او باور نړيوال كال ګرځولو په اړه د تركمانستان صدر ته مباركي وركړه۔ده پاكستان او تركمانستان ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكو په اهميت زور راوړولو سره وزيراعظم دواړو هېوادونو ترمينځه دوه ارخيزه اړيكې په خاص توګه تجارتي او اقتصادي روابط قوي كولو له عزم څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم د سږ كال په پېل د ايران اسرائيل جنګ په مهال د پاكستان وګړي د ايران څخه په حفاظت راويستلو لپاره په مرسته د تركمانستان قيادت او حكومت مننه وكړه۔ده د تركمانستان سره زمكي او د سمندري لارو روابط زياتولو له د پاكستان د خوښې پخلے وكړو او وې وئېل د كراچۍ او ګوادر بندر ځايونه جغرافيه مثالي ده كوم چې تركمانستان د سوئېلي آسيا او د دې نه بهر خپلې رسنې زياتولو لپاره كارولې شي۔ د پاكستاني پلاوي په مېلمستيا د تركمانستان صدر مننې كولو سره وزيراعظم د تركمانستان اولس د قامي لارښود ګربنګولی بردي محمدوف لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د تركمانستان اولس او قامي لارښود او صدر سردار بردي محمدوف ته راتلونكې كال د پاكستان سركاري دورې د بلنې پخلے هم وكړو۔د تركمانستان صدر د وزيراعظم دورې او امن او باور نړيوال فورم كښې په ګډون مننې كولو سره ووئيل تركمانستان پاكستان سره د شريكې خوښې ګڼو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو له خوښي لري۔وزيراعظم امن او د باور نړيوال كال (2025)٬ غېر جانبداره نړيوالې ورځ او د تركمانستان مستقل غېر جانبدارۍ 30مې سالګرې په موقع راجوړ كړي نړيوال فورم كښې ګدون لپاره د تركمانستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره دے۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د كابينې نور غړي او اعلٰی سركاري افسران هم په ملاقات كښې موجود وو۔