د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د سعودي عرب نائب د خزانې نائب وزير عبدالمحسن الخلاف سره ملاقات

رياض 11دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د زيارت په ورځ په رياض كښې د سعودي عرب نائب د خزانې نائب وزير عبدالمحسن الخلاف سره ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال دواړو وزيرانو پاكستان كښې د كلي معيشت استحكام او د معيشت ښه والي عزم په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔سينيټر محمد اورنګزيب د پاكستان معيشت مستحكمولو لپاره د سعودي عرب دوه اړخيزه او ګڼ …

رياض 11دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د زيارت په ورځ په رياض كښې د سعودي عرب نائب د خزانې نائب وزير عبدالمحسن الخلاف سره ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال دواړو وزيرانو پاكستان كښې د كلي معيشت استحكام او د معيشت ښه والي عزم په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔سينيټر محمد اورنګزيب د پاكستان معيشت مستحكمولو لپاره د سعودي عرب دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه معاونت وستائېلو ۔دواړو خوا په دې خبره اتفاق وشو چې قيادت او د دواړو وروڼو هېوادونو اولسي هيلې پوره كولو لپاره په تدبيراتي او حكمت عملۍ دواړو محاذونو به نزدې مرسته جاري ساتلې شي۔د خزانې وزير رياض كې نړيوال كنفرنس كښې ګډون لپاره د سعودي عرب په دوره دے۔د دورې په مهال ده د شاهي دربار صلاحكار محمد التوا جيري سره هم ملاقات وكړو او مختلف نړيوالو ميډيا ادارو سره يې مركې وكړي۔