په قرآن او سنت كښې تر دو, كلونو ماشوم ته د مور شوده وركولو هدايت شوے٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار یوسف د مور د پيو وركړې ته د ودې وركولو او د دې تحفظ له د مذهبي لارښودو مشاورتي سيمينار ته خطاب

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي په قرآن او سنت كښې تر دوو كلونو ماشوم ته د مور د شوده وركولو هدايت شوے دے۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت او د يونيسيف په اشتراك د مور پيو وركړې ته د ودې وركولو او د دې تحفظ له د مذهبي لارښودو د مشاورتي سيمينار مشري كولو په مهال …

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي په قرآن او سنت كښې تر دوو كلونو ماشوم ته د مور د شوده وركولو هدايت شوے دے۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت او د يونيسيف په اشتراك د مور پيو وركړې ته د ودې وركولو او د دې تحفظ له د مذهبي لارښودو د مشاورتي سيمينار مشري كولو په مهال وكړه۔ ده زياته كړه چې په قرآن او حدېث كښې د مور د پيو اهميت او حقونو كښې ښكاره ذكر شوے۔ ده ووئيل د مور شوده د بچي اولنۍ او تر ټولو غوره غذا ده۔ په حدېث كښې مور لپاره په پيو وركولو د ثواب زېرے وركړے شوے ۔ ده ووئيل د نړۍ لويې مذهبونه هم د مور پۍ يو مقدس ٬ صحت لرونكے او فطري عمل ګرځوي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد د كوچنيانو غذائي كمي ٬ رنځونو او د نوې زېږېدلې كوچنيانو مرګونو په څير مسئلو سره مخ دے۔ د پوهانو په دې اتفاق دے چې د مور پۍ هغه محفوظ ٬ فعاله او قدرتي سرچينه ده كومه چې د دې مسئلو حل وړاندې كوي بياهم غلط فهمۍ ٬ ټولنيز خنډان او د مصنوعي خوراكونو غېر مسؤولانه تشهير دا عمل اغېزمند كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې اولسي شعور بېدارولو له به علماﺀ كرامو له د خپلو خطبو او بيانونو د لارې فعاله كردار ترسره كول وي۔ ده زياته كړه چې د علماﺀ كرامو او مذهبي لارښودو په ګډه اعلاميه لاسليك يو تاريخ اقدام ؤ ۔ په سيمينار كښې د هېواد د مختلف مكاتب فكر علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔