اسلام آباد۔11دسمبر(اے پي پي) پاکستان خپل دا دريځ يو وارې بيا تكرار كړے دے چې د افغانستان خاوره ترهګرو بريدونو لپاره كارولې كېږي په كومو كښې چې د هند د ككړېدو ښكاره اشارې ترلاسه شوې ده ٬ افغان مشرتابه دې د خپلې خاورې ناوړه كارولو ختمولو له په تحريري توګه باور راكړي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ خپل پرېس بريفنګ كښې په كابل كښې …
د افغانستان خاوره ترهګر بريدونو لپاره كارولې كېږي٬ افغان مشرتابه دې د خپلې خاورې ناوړه كارولو ختمولو له په تحريري توګه باور راكړي٬ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي پريس بريفنګ
اسلام آباد۔11دسمبر(اے پي پي) پاکستان خپل دا دريځ يو وارې بيا تكرار كړے دے چې د افغانستان خاوره ترهګرو بريدونو لپاره كارولې كېږي په كومو كښې چې د هند د ككړېدو ښكاره اشارې ترلاسه شوې ده ٬ افغان مشرتابه دې د خپلې خاورې ناوړه كارولو ختمولو له په تحريري توګه باور راكړي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ خپل پرېس بريفنګ كښې په كابل كښې د علماﺀ كرامو د يوې اجتماع لخوا د منظور شوي يو قرارداد په اړه د پوښتنې په ځواب كښې په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان خاوره بايد كوم بل هېواد ته خطر يا زيان رسولو لپاره ونه كارولې شي۔ وياند قرارداد مثبت پېشرفت ګرځولو سره د صورتحال د سنګينۍ احساس خوشبينه وګرځولو بياهم ده ووئيل په تېرو وختونو كښې هم دا ډول لوظونه شوي خو پاللې شوې نه دي۔ ده ووئيل افغاسنتان سره د خبرو او د وروڼو هېوادونو لخوا د ثالثۍ هڅو په مهال پاكستان افغانستان څخه تحريري باور غوښتلے ؤ۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل په يقيني توګه مونږ په دې معامله افغان مشرتابه څخه تحريري باور ته اړتيا لرؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټی ټی پی، فتنه الخوارج او د فتنه هندوستان په شمول ترهګر عناصر كوم چې د افغانستان خاورې څخه كارروايۍ كوي د هند فعاله ملاتړ لري۔ ده ميډيا ته ووئيل په پاكستان كښې د ترهګرۍ د هند لخوا د سرپرستۍ دستاوېزي ثبوتونه موجود دي په كومو كښې چې کلبھوشن جادھو او په جعفر اېکسپرېس د بريد په څير بلها مثالونه شامل دي۔ په كشمير كښې د روان ظلم او زياتي په اړه ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پوهانو او د حقونو نړيوالو ادارو رپورټس په مقبوضه كشمير كښې په لويه كچه روانې خلاف ورزۍ رامخې ته كړې دي په كومو كښې چې پهلګام بريد څخه وروستو نزدې د 2,800 وګړو ګرفتارۍ هم شاملې دي۔ وياندې د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به تر هغه وخت د كشميري وګړو د خپلواكۍ حق بشپړ اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ كوي تر كومې چې دوي ته دا حق د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې ترلاسه شوے نه وي۔ وياند د انډونيشيا د صدر پرابوو سوبیانتو د اسلام آباد دوه ورځنۍ دورې ذكر كولو سره ووئيل په دغې كښې د دفاعي همكارۍ په دوه اړخيزه مرسته او د غزه په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل په نړيوال استحكام فورس كښې برخه اخستل د كوم هېواد خپله پرېكړه وي ٬ تر كومې چې د پاكستان تعلق دے نو داسې كومه پرېكړه تر دې دمه نه ده شوې۔ طاهر حسېن اندرابی ووئيل پاكستان د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان سره د بشري مرستې منظوري وركړې ده او اوس دا په طالبانو اړه لري چې هغوي دا ترلاسه كړي۔ د سارك عمل د هند لخوا منع كول د افسوس وړ ګرځولو سره ده ووئيل پاكستان د ګن اړخيزتوب عزم لري او هغه به په سوئيلي آسيا كښې پرمختګ ٬ سوكالي او رابطې مضبوطولو له د كوم هم اقدام هركلے كوي۔ وياند د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي لخوا د ځينې وګړو د سپارلو په اړه برطانېي چارواكو سره د خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل تر دې دمه د پاكستان او برطانيه ترمينځه د سپارلو كومه باقاعده لوظنامه نه ده شوې٬ ةبياهم د لوظنامې غېر موجودګۍ كښې هم د سپارلو مقدمې د كېس ټو كېس په بنياد مخ په وړاندې چلېدې شي۔ ده د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او د سعودي عربستان خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان السعود سره ټېلېفوني خبرو په اړه هم ميډيا خبر كړه په كومو كښې چې په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وياند د هند خارجه وزير پاكستان مخالف ريماركس پارونكي ٬ بې بنسټه او غېر مسؤولانه وګرځول۔ ده ووئيل د وسله والو ځواكونو په شمول د پاكستان ادارې د قامي سلامتيا ستنې دي او دا د هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا خوندي كولو عزم لري۔ ده ووئيل سږ كال مئي مياشت كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو پېشه ور مهارت سره د ګران هېواد او اولس په ضد د هند جارحيت مناسب ٬ فعاله او په مسؤولانه ډول ځواب كولو سره د دفاع كولو عزم ښكاره ثبوت وړاندې كړو۔ وياند ووئيل د هندي مشرتابه لخوا د پاكستان رياستي ادارې او د دې مشرتابه بدنامولو هڅې د يو پروپېګنډا كمپائن برخه ده كوم چې منطقه او دې څخه بهر د هند د غېر مستحكمو كارروائيو سره سره په پاكستان كښې د هند په رياستي سرپرستۍ كښې ترهګرۍ څخه د پام بل پلو ګرځولو لپاره كېږي











