ځوان نسل كښې د ایماندارۍ ٬ ديانت شعور پېدا كول يوه قامي ذمه واري ده ، د نېب چیئرمین

اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پی) د قومي احتساب بیورو (نیب) هیډکوارټر كښې د زيارت په ورځ د پاکستان سویټ هوم ماشومانو خصوصي تعارفي او معلوماتی ناسته وشوه چې پكښې چیئرمین نیب لیفټیننټ جنرل (ر) نذیر احمد ماشومانو ته خطاب کښې ووئېل ځوان نسل كښې د ایماندارۍ، دیانت او ځواب وركولو شعور پیدا کول قامي ذمه واري ده ۔ ده ووئېل تاسو زمونږ هيله يې ، تاسو خپل ځان كله هم …

اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پی) د قومي احتساب بیورو (نیب) هیډکوارټر كښې د زيارت په ورځ د پاکستان سویټ هوم ماشومانو خصوصي تعارفي او معلوماتی ناسته وشوه چې پكښې چیئرمین نیب لیفټیننټ جنرل (ر) نذیر احمد ماشومانو ته خطاب کښې ووئېل ځوان نسل كښې د ایماندارۍ، دیانت او ځواب وركولو شعور پیدا کول قامي ذمه واري ده ۔ ده ووئېل تاسو زمونږ هيله يې ، تاسو خپل ځان كله هم يوازې ونه ګڼۍ ، زمونږ راروان قیادت به ستاسو نه رامخې ته كېږي ۔ د وياند تر مخه جستوره كښې د نېب ډپټي چیئرمین سهیل ناصر، پراسیکیوټر جنرل نیب سید احتشام قادر شاہ، د نیب هیډکوارټر ډي جیز او سینئر چارواكي هم شریک وو ۔ دغسې چیف آپریټنگ آفیسر پاکستان سویټ هومز زمرد خان (هلال امتیاز) هم دستوره كښې ګډون وكړو ۔ ماشومانو تېره ورځ د نیب پنډۍ د بدعنوانۍ مخ نيوي خبرتيا لاريون كښې په زړه پورې برخه اغستې وه د كومې ستائِنه چې دستوره كشې بيا بيا وشوه ۔چیئرمین خپل خطاب كښې په جذبه، نظم و ضبط او د بدعنوانۍ مخ نيوي كمپائن كښې د فعاله ګډون ستئنې سره ووئېل د دې ماشومانو په راتګ د نیب آډیټوریم د وړاندې نه زيا ښكلے ښكاري ۔ ده ووئېل د بدعنوانۍ خلاف اوونيز د خبرتيا كمپائن وكښې د ماشومانو شاملولو نه غېر مکمل كېدې نشي۔ په سپورټس کمپلیکس كښې ابيا شوي لاريون كښې جوش و جذبه د ليدو وه ۔ دستوره كښې د ماشومانو سره د سوال و ځواب، تعارفي خبرو او د دوي د عزت افزائۍ لپاره د خاص چائے هم انتظام شوے ؤ ۔ چیئرمین ماشومانو ته تعلیم كښې د محنت، اعلیٰ اخلاقي اقدار او د مثبت کردار خپلولو تاکید وكړو ۔ ده ووئېل ځوانان به د پاکستان يو ترقي كړي او مضبوط معاشي هېواد جژړولو كښې بنیادي کردار ادا کړي ۔