اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی)پاکستان نړیوالو رسنیو ته د ميډيا بريفنګ په مهال د هند او افغانستان څخه د چلېدونکو لسګونو سوشل ميډيا اكاؤنټس تفصيلات وړاندې كړل٬ كوم چې په هیواد کښې د ترهګرۍ ته ودې لپاره کارولې کیږي۔ حکومت سوشل ميډيا پلېټ فارمز څخه په سمدستي توګه غوښتنه کړې چې هغه خپل دفترونه په پاكستان كښې پرانيزي او د هېواد په قانون عملدرآمد وكړي۔ د زيارت په ورځ د کورنیو …
پاكستان كښې دې د هند او افغانستان څخه په ترهګرۍ كښې د كاريدونكو سوشل ميډيا اكاؤنټس په ضد سمدستي كارروائي وكړې شي: د كورنيو چارو وزير مملكت نړيوالې ميډيا ته بريفنګ
اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی)پاکستان نړیوالو رسنیو ته د ميډيا بريفنګ په مهال د هند او افغانستان څخه د چلېدونکو لسګونو سوشل ميډيا اكاؤنټس تفصيلات وړاندې كړل٬ كوم چې په هیواد کښې د ترهګرۍ ته ودې لپاره کارولې کیږي۔ حکومت سوشل ميډيا پلېټ فارمز څخه په سمدستي توګه غوښتنه کړې چې هغه خپل دفترونه په پاكستان كښې پرانيزي او د هېواد په قانون عملدرآمد وكړي۔ د زيارت په ورځ د کورنیو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او د قانون وزیر مملكت بیرسټرعقیل بهرنۍ ميډيا ته بريفنګ وركړو په كوم كښې چې د سوشل ميډيا په ناوړه توګه د كارولو او په دې قابو موندلو له د پاكستان د پالېسۍ سپيناوے وكړے شو۔ وزير مملكت طلال چوهدري انكشاف وكړو چې د پاكستان حكومت د بېلو ترهګرو تنظيمونو په كومو كښې چې فتنة الخوارج او بي اېل اے شامل دي په درځنونونو سوشل ميډيا اكاؤنټس په ګوته كړي دي او اړوند پلېټ فارمز څخه يۍ د دې د بندولو غوښتنه كړې ده۔ ده په ډاګه كړه چې په پاكستان كښې ترهګرۍ سره اړوند دا اكاؤنټس افغانستان او هند څخه آپرېټ كيږي او حكومت په دې اړه كوټلي ثبوتونه لري۔ طلال چوهدري غوښتنه وكړه چې په پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره د كارېدونكو سوشل ميډيا اكاؤنټس په ضد دې سمدستي كارروائي وكړې شي۔ ده وړاندېز وركړو چې سوشل میډیا پلېټ فارمز دې د آرټیفیشل انټېلي جنس ( اے آئی) الګورتھم د لارې د ترهګرۍ سره پېوست اكاؤنټس په سمدستي توګه بند كړي۔ ده سوشل ميډيا پلېټ فارمز څخه غوښتنه وکړه چې هغه دې په سمدستي توګه خپل دفترونه په پاكستان كښې پرانيزي او د هېواد په قانون دې عملدرآمد وكړي۔ په دې موقعه وزیر مملکت بېرسټر عقیل په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان د سوشل ميډيا په قانون بايد عمل وكړے شي۔ ده د نړيوالې كچې مثال وركولو سره ووئيل په برازيل كښې په اېكس د جرمانې مثال موجود دے او زمونږ په هېواد كښې هم بايد د سوشل ميډيا په قانون عمل وكړے شي











