پاكستان امريكې او چين سره د رغونې اړيكو برقرار ساتلو په ښه پوزيشن كښې دے ٬ موافقتی ايجنډې لپاره پرمختيائي همكارانو او نړيوال كيپټل ماركيټس سره بهرنۍ مالياتي مرسته ضروري ده: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب

ریاض ۔11دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان امريكې او چين دواړو سره د رغونې اړيكو په ځاے ساتلو لپره ښه پوزيشن كښې دے چې ورسره به د چاپېريال مستحكمولو او د متنوع بهرنۍ سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته شي٬ موافقتی ايجنډې لپاره پرمختيائي همكارانو او نړيوال كيپټل ماركيټس سره بهرنۍ مالياتي مرسته ضروري ده٬ چين د پاك چين راهدارۍ منصوبې په صورت …

ریاض ۔11دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان امريكې او چين دواړو سره د رغونې اړيكو په ځاے ساتلو لپره ښه پوزيشن كښې دے چې ورسره به د چاپېريال مستحكمولو او د متنوع بهرنۍ سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته شي٬ موافقتی ايجنډې لپاره پرمختيائي همكارانو او نړيوال كيپټل ماركيټس سره بهرنۍ مالياتي مرسته ضروري ده٬ چين د پاك چين راهدارۍ منصوبې په صورت د پاكستان پخوانے همكار هېواد دے۔ د خزانې وفافي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي عربستان په پلازمينه رياض كښې د زيارت په ورځ د ګلوبل ډوېلپمنټ فنانس کنفرنس مومېنټم 2025 په موقع د ’’موسمیاتی موافقیت او لچک، اړينه سرمايه كاري څنګه باوري كړؤ ‘‘ په سرخط د اعلی كچ سېشن كښې په پاكستان كښې د موسمياتي بدلونو خطرو او سباؤن كښې دې سره په اړونده مالياتي تګلاره د خبرو په مهال وكړه۔ دا سېشن د مالي لارښودو په موجودګۍ كښې وشو په كوم كښې چې د اردن د منصوبه بندۍ او نړيوالې مرستې وزيرې زینه توکان، د تاجکستان د خزانې وزير قهورزادہ فیض الدین او د مغربی افریقی پرمختيائي بنك صدر سرګے اېکوئی ګډون وكړو۔ په سېشن كښې رامخې ته كېدونكو معيشتونو لپاره د موسمياتي موافقت په زياتېدونكو چېلنجونو بشپړه خبرې وشوې۔ په پاكستان كښې د سختو موسمياتي پیښو په اړه د خزانې وزير ووئيل موسمیاتی بدلون پاكستان لپاره يو مخ په زياتېدونكے حقيقت دے د كوم د لاسه چې املاكو او بشري ځانونو ته د رسېدونكي زيان خطرې زياتېږي۔ ده ووئيل په كال 2022 كښې د راغلي سېلاب د لاسه د يوې اندازې له مخې پاكستان د 30 اربه ډالرو زيان سره مخ شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د كلي معيشت استحكام د لارې دومره مالياتي او بهرنۍ زېرمې جوړې كړي كومې چې فوري مرستې او د بچ كولو اقدامات لپاره كارېدې شي خو د بحالۍ او تعميراتي كارونو لپاره په لويه كچه بهرنۍ مرستې ته اړتيا ده۔ د پرمختيائي ضرورتونو او موسمياتي موافقت ترمينځه توازن سره د اړوندې پوښتنې په ځواب كښې د خزانې وزير ووئيل د نړۍ تر ټولو زيات موسمياتي خطرو سره د مخ هېوادونو په فهرست كښې د شاملېدو له امله پاكستان له به چاپېريال ته د زيان رسوونكو ګازونو په اخراج كښې د كمي رامخې ته كولو هڅې دوامداره ساتل وي بيا هم اصل او د سمدستي ضرورت موافقت لپاره اړينې مالي مرستې ته دې۔ د خزانې وزير نړيوال بنك سره د پاكستاني حكومت د 10 كلنه كنټري پارټنرشپ فرېم ورك حواله وركړه د كوم حجم چې نزدې 20 ارب ډالره دے او په كوم كښې چې په درېو كښې يوه برخه د موسمیاتی لچک او ډی کاربونائزېشن لپاره بېل كړے شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل اوس دا د پاكستان ذمه واري ده چې په وخت د اعلی معيار او د بېنكارۍ وړ منصوبې جوړې كړي دغسې چې د دې فنډز ترلاسه كول باوري شي۔ ده ووئيل پاكستان ګڼ اړخيزه سرچينو څخه فعاله مرسته ترلاسه كول پېل كړې په كومه كښې چی د آئی اېم اېف کلائمېټ ریزیلینس فنډ څخه د 200 ملین امریکائي ډالره اولنے قسط تر لاسه كول شامل دے بياهم د پاكستان موافقتي ايجنډې لپاره پرمختيائي همكارانو او نړيوال کېپټل مارکیټس څخه بهرنۍ مالياتي مرسته ضروري وي۔ د پاکستان د فلېګ شپ کاپر مائننګ منصوبې رېکو ډِک په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير دا د پاکستان اقتصادی او د توان منتقلۍ سباؤن لپاره يو لوي پېشرفت وګرځولو۔ د منصوبې د 7 ارب امریکائي ډالرو فنانشل کلوز د نړيوال مالياتي كارپورېشن په نګرانۍ كښې بشپړ شو او دا يو په زړه پورے پړاؤ دے۔ د خزانې وزير ووئيل د كان كېندلو دې منصوبې څخه به په كال 2028ء كښې د كمرشل آپرېشن په اولني كال كښې د پاكستان د موجوده برآمدات 10 فيصد برابر زرمبادله ترلاسه كېدې شي چې ورسره به په معاشي پرمختګ او د زرمبادلې په ترلاسه كښې كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د سي پېك په اړه وفاقي وزير ووئيل پاکستان سی پېک فېز 2.0 پېل كړے چې مقصد يۍ د دې بنيادي انفراسټركچر په تجارتي بنيادونو كارول دي دغسې چې بزنس ټو بزنس همكارۍ ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان امريكا او چين دواړو سره د تعميري اړيكو په ځاے ساتلو غوره پوزيشن كښې دے چې ورسره به د چاپېريال مستحكمولو او د متنوع بهرنۍ سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته شي۔