د احتساب په اړه د پاك پوځ معيار د ټولو لپاره تقليد وړ دے۔حافظ طاهر اشرفي

اسلام آباد11دسمبر(اے پی پی)د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي ټول مكاتب فكر علماﺀ او مشائخ په سرلښكر او پاك پوځ د باور څرګندونه كړې٬ مدرسې د دين٬اسلام او هېواد خذمت كوي٬د مدارس لويه شمېره انتهاخوښۍ څخه پاكه ده ٬كه چرته داسې نه وي نو هغه دې په ګوته كړی شي مونږ به پخپله هغه سيل كړو۔د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس كښې حافظ طاهر …

اسلام آباد11دسمبر(اے پی پی)د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي ټول مكاتب فكر علماﺀ او مشائخ په سرلښكر او پاك پوځ د باور څرګندونه كړې٬ مدرسې د دين٬اسلام او هېواد خذمت كوي٬د مدارس لويه شمېره انتهاخوښۍ څخه پاكه ده ٬كه چرته داسې نه وي نو هغه دې په ګوته كړی شي مونږ به پخپله هغه سيل كړو۔د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس كښې حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل د جهاد ميدان ته د تللو لاره فقط پاك پوځ دے٬پاكستان كښې كوم وسله وال يا جهادي قوت موجود نه دے٬مونږ د هند پشان په ترهه ګرۍ باور نه لرو۔ده ووئيل مئي كښې هند زمونږ په عبادت خانو بريدونه كړي وو ٬خو سرلښكر ښكاره اعلان كړے ؤ چې مونږ به كوم سويلين نه په نخښه كوو ٬ د اسلامي رياست وړومبې څيز انصاف باوري كول دي۔ده ووئيل د پاكستان په معاشي او داخلي توګه مستحكمول لازم ده چې انصاف وركول باوري وي۔ده ووئيل د افغانستان علماﺀ غونډه كابل كښې شوې چا چې وئېلې دي زمونږ خاوره د كوم هم هېواد په ضد كارېدې نه شي٬مونږ هم د دغې تائيد كوو چې د كوم هم هېواد خاوره د بل په ضد استعمالېدې نه شي٬پاكستان كښې اوس د كوم جهادي فورس ګنجائش نشته۔ده ووئيل مونږ د هند پشان په ترهه ګرۍ باور نه لرو۔د معركه حق په موقع پاكستان د هند ګڼ شمېر سيمو ته زيان رسولے شو۔فيلډ مارشل پريكړه كړې وه چې كوم داسې كار به نه كېږي كوم چې غېر شرعي وي٬مونږ كوم هم سويلين نه دې په نخښه كړے