وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنۍ دوره ترکمانستان ته لاړ

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ترکمانستان صدر سردار بردي محمدوف په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره اشك آباد (ترکمانستان) ته لاړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم به په اشك آباد كښې امن و باور لپاره نړيوال كال٬ غېر جانبدارۍ لپاره نړيوالې ورځ او د ترکمانستان د 30 كلن مستقل غېر جانبدارۍ سالګرې …

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ترکمانستان صدر سردار بردي محمدوف په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره اشك آباد (ترکمانستان) ته لاړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم به په اشك آباد كښې امن و باور لپاره نړيوال كال٬ غېر جانبدارۍ لپاره نړيوالې ورځ او د ترکمانستان د 30 كلن مستقل غېر جانبدارۍ سالګرې په اړه په فورم كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم به د ترکمانستان صدر سردار بردي محمدوف سره په فورم كښې ګډون كوٶنكو نړيوال مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اويس خان لغاري، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، خاص مرستيال طارق فاطمي او طلحه برکي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔