اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي غرونه د هر هېواد د بقاء٬ ماحولياتي سلامتيا٬ آبي تحفظ، معيشت او د زرعي نظام بنياد وي٬ دې لپاره د دې تحفظ، استحکام لپاره په سمدستي توګه موثره اقدامات ضروري دي۔ د غرونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د پاکستان د غرونو عظيمه سلسله هماليه، قراقرم او هندوکش زمونږ د …
غرونه د هر هېواد د بقاء٬ ماحولياتي سلامتيا٬ آبي تحفظ، معيشت او د زرعي نظام بنياد وي۔ د سېنېټ چيئرمېن د غرونو نړيوالې ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي غرونه د هر هېواد د بقاء٬ ماحولياتي سلامتيا٬ آبي تحفظ، معيشت او د زرعي نظام بنياد وي٬ دې لپاره د دې تحفظ، استحکام لپاره په سمدستي توګه موثره اقدامات ضروري دي۔ د غرونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د پاکستان د غرونو عظيمه سلسله هماليه، قراقرم او هندوکش زمونږ د قدرتي ورثې شان، د ماحولياتي توازن ضامن او د لكهونو كالو د پخواني ګليشيئرز د لارې د آبي پانګو مهم محافظ دي٬ د ګليشيئرز په تندۍ سره ويلي كېدل٬ د ګليشيائي ډنډونو شلېدل او د موسمياتي بدلون په زياتو شوو اثراتو د تشويش څرګندونې سره ووئيل د دې چېلنجز مخنيوي لپاره جامع تګلاره د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل پارليمان د ماحول دوست پاليسو، د ذمه واره قانون سازۍ او د موسمياتي بدلون مقابلې لپاره په قامي كچه كوټلې هڅې مضبوطوي۔ ده ووئيل په غرئيزو سيمو كښې مېشته د ورورولۍ پرمختګ، د انفراسټرکچر بهتري او د قدرتي وسائل تحفظ لپاره مشتركه قامي عزم ضروري دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ځوانان د ماحول د تحفظ په هلو ځلو كښې مركزي كردار ګرځولو سره ووئيل راتلونكې كول لپاره يو محفوظ، صحت مند او تل پاتې سباون زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده۔











