اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د پاکستان غرئيزې سلسلې زمونږ ملي شانخت او قدرتي شان دے ٬ غرونه د هېواد سکيورټي، آبي استحکام او د ماحولياتي توازن بنيادي ستنې دي۔ د غړونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د هماليه او هندوکش ګليشيئرز د هېواد په آبي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ د …
د پاکستان غرئيزې سلسلې زمونږ ملي شانخت او قدرتي شان دے۔ سردار اياز صادق
اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د پاکستان غرئيزې سلسلې زمونږ ملي شانخت او قدرتي شان دے ٬ غرونه د هېواد سکيورټي، آبي استحکام او د ماحولياتي توازن بنيادي ستنې دي۔ د غړونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د هماليه او هندوکش ګليشيئرز د هېواد په آبي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ د ګليشيئر په تندۍ سره ويلي كېدل او د تالابونو شېدلو په سبب د راتلونكي سېلابونو پېښې په سمدستي توګه د پام متقاضي دي٬ پارلمان ماحول دوست قانون سازۍ لپاره هر ډول ممكنه كردار لوبوي٬ د غرونو تحفظ لپاره جامع قامي لائحه د وخت ضرورت دے٬ ده ووئېل ځوانانو له به د ماحول تحفظ لپاره عملي کردار لوبول وي٬ د پاکستان د قدرتي حسن حفاظت زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده٬ په غرئيزو سيمو كښې د ماحولياتي تنزلۍ لاره نيولو لپاره به ټولو ادارو له د ګډې لائحه خپلول وي٬ راتلونكي كول لپاره يو محفوظ او كلين ګرين ماحول وركول قامي ذمه واري ده٬ د غرونو نړيواله ورځ د قدرتي امانتونو د تحفظ د يادګېرنې ورځ ده











