پاکستان-امريکې د نالج کوريډور له مئ په راتلونكو لسو كالو كښې د لس زره معياري پي اېچ ډي سكالرز تيارولو هدف مقرر كړو

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) پاکستان-امريکې د نالج کوريډور له مئ په راتلونكو لسو كالو كښې د لس زره معياري پي اېچ ډي سكالرز تيارولو هدف مقرر كړے دے٬ دا سكالرز به په سباٶن كښې د پاکستان سائنسي، تکنيکي او معاشي پرمختګ كښې مركزي كردار لوبوي٬ د پاکستان او امريکا د اوږدې مودې اړيكې په قوي او شريك باور اډانه دي٬ پاکستان د قامي پرمختګ په عمل كښې …

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) پاکستان-امريکې د نالج کوريډور له مئ په راتلونكو لسو كالو كښې د لس زره معياري پي اېچ ډي سكالرز تيارولو هدف مقرر كړے دے٬ دا سكالرز به په سباٶن كښې د پاکستان سائنسي، تکنيکي او معاشي پرمختګ كښې مركزي كردار لوبوي٬ د پاکستان او امريکا د اوږدې مودې اړيكې په قوي او شريك باور اډانه دي٬ پاکستان د قامي پرمختګ په عمل كښې امريكې سره همكارۍ ته لا وده وركولو له خوښې لري٬ په خاص توګه سائنس، ټيکنالوجي او د اعليٰ تعليم په څانګو كښې دا مرسته د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ځالانده سباٶن بنيادي ايږدي٫ د فلبرائټ پروګرام له مخې هر كال په لويه شمېره د پاكستان زده كوٶنكي د امريكې په اعليٰ جامعات كښې تعليم ترلاسه كوي٬ څوك چې د بشري وسائلو په پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي٬ د بشري وسائلو ترقي ھغه بنيادي “سافټ ويئر” دے كوم چې د ملي انفراسټرکچر په څېر “هارډويئر” مؤثر، جديد او پيداواري جوړوي٬ د اعليٰ معيار پوهنتونونه او په نړيواله كچه تعليمي نظام هر هېواد د سباٶن په معاشي او تکنيکي طاقت بدلوي او د دې وژن له مخئ د پاكستان حکومت د اُړان پاکستان پروګرام د لارې د تعليم په څانګه كښې پراخه او بنيادي اصلاحات معارف کوي۔