پېنډۍ 11 دسمبر (اے پي پي) فيلډ جنرل کورټ مارشل د پاك پوځ پخواني ليفټيننټ جنرل فيض حميد ته په سياسي هلو ځلو كښې د ملوث كېدو، د آفيشل سيکرټ په خلاف ورزۍ، د اختيارات او سرکاري وسائلو په نا سمه كارولو او كسانو ته مالي زيان رسولو تورونو په ثابتېدو د 14 كالو د زندان سره د مشقته سزا اورولې ده۔ د آئي اېس پي آر له مخئ پخواني …
فيلډ جنرل کورټ مارشل د پاك پوځ په پخواني ليفټيننټ جنرل فيض حميد د تورونو په ثابتېدو د 14 كالو قېد سره د مشقت سزا واروله
پېنډۍ 11 دسمبر (اے پي پي) فيلډ جنرل کورټ مارشل د پاك پوځ پخواني ليفټيننټ جنرل فيض حميد ته په سياسي هلو ځلو كښې د ملوث كېدو، د آفيشل سيکرټ په خلاف ورزۍ، د اختيارات او سرکاري وسائلو په نا سمه كارولو او كسانو ته مالي زيان رسولو تورونو په ثابتېدو د 14 كالو د زندان سره د مشقته سزا اورولې ده۔ د آئي اېس پي آر له مخئ پخواني ليفټيننټ جنرل فيض حميد په ضد د پاکستان آرمي ايکټ دفعات له مخې فيلډ جنرل کورټ مارشل د 15 مياشتو کارروائي په 12م اګست كال 2024 پېل كړې وه ٬ په ملزم د څلورو تورونو له مخې مقدمه چلولې شوې كومه چې په سياسي هلو ځلو كښې د ملوث كېدو٬ د سرکاري راز د قانون خلاف ورزي كوم چې د رياست سلامتيا او مفاد لپاره زيان مند ٶ٬ د اختيارات او سرکاري وسائلو ناسمه استعمال او كسانو ته نا سمه مالي زيان رسولو په اړه ٶه ٬ د اوږد او محنت طلب قانوني کارروائۍ نه وروستو عدالت ملزم په ټولو تورونو كښې قصوروار وموندلو او د 14 كالو قېد سره د مشقت سزا يې ورته واوروله، د كومې اعلان چې په 11م دسمبر كال 2025 وشو٬ فيلډ جنرل کورټ مارشل د ټولو قانوني دفعات تعميل كړے٬ ملزم ته د ھغه د انتخاب د دفاعي ډلې پشمول ټول قانوني حقونه وركړې شوي٬ مجرم په اړوند فورم د اپيل حق لري۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې سياسي عناصرو سره په ګډه خاص سياسي اشتعال انګيزي او عدم استحکام ته د هوا وركولو او ځېنې نورو چارو كښې د مجرم شمولت ته په جلا توګه كتلې شي۔











