د سپيکر سردار اياز صادق د پارليمنټ لاجز دوره، په تعميراتي منصوبه د پيشرفت جاج

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسبملۍ سپيکر سردار اياز صادق د زيارت په ورځ د پارلمينټ لاجز دوره وكړه٬ په دې موقع طلال چوهدري هم دوي سره ٶ٬ سردار اياز صادق د 104 اضافي فېملي سوئټس د تعميراتي منصوبې پېشرفت جاج واخست او د جوړېدونكې ماډل پراجېكټ ئې معائنه وكړه٬ كوم چې په كال 2011 كښې پېل شوے ؤ او په كال 2013 كښې بشپړېدل ٶ۔ …

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسبملۍ سپيکر سردار اياز صادق د زيارت په ورځ د پارلمينټ لاجز دوره وكړه٬ په دې موقع طلال چوهدري هم دوي سره ٶ٬ سردار اياز صادق د 104 اضافي فېملي سوئټس د تعميراتي منصوبې پېشرفت جاج واخست او د جوړېدونكې ماډل پراجېكټ ئې معائنه وكړه٬ كوم چې په كال 2011 كښې پېل شوے ؤ او په كال 2013 كښې بشپړېدل ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ له مخې د سپيکر سردار اياز صادق په درخواست وزيراعظم شهباز شريف د فنډز اجرا كولو احكامات جاري كړي او د دوي د هلو ځلو په سبب دوه نيم كال بند تعميراتي کار بيا پېل شوے۔ سردار اياز صادق سي ډي اے ته د كار د معيار او د منصوبې په وخت د بشپړولو امر كولو سره ووئيل چې پارلماني غړي د استوګنې مسئلو سره مخ دي٬ د منصوبې په وخت بشپړولو كښې بې غورې به زغملې نه شي۔ د يادونې وړ ده چې د سپيکر سردار اياز صادق په خاص نګرانۍ كښې منصوبه د بشپړېدو وروستي پړاٶ ته رسېدلې ده۔