اسلام آباد دسمبر 10 (اے پي پي) امريكې د پاكستان ريكوډيك مائننګ كښې د مهمو معدنياتو پرمختګ كښې معاونت لپاره د 1.25 بلين ډالرو د مالياتي پېكج منظوري وركړې ده۔ دا خبره په اسلام آباد كښې د امريكې سفارت چارج ډي افيئرز (سي ډي اے) نيټلي اے بيكر د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې كړې۔ دې ووئيل يو اېس ايكسپورټ امپورټ بينك (EXIM) په دې وروستيو كښې د …
امريكې ريكوډيك مائننګ پروجيكټ لپاره د 1.25 بلين ډالرو فنانسنګ منظوري وركړه۔ سي ډي اے نټالي بيكر
اسلام آباد دسمبر 10 (اے پي پي) امريكې د پاكستان ريكوډيك مائننګ كښې د مهمو معدنياتو پرمختګ كښې معاونت لپاره د 1.25 بلين ډالرو د مالياتي پېكج منظوري وركړې ده۔ دا خبره په اسلام آباد كښې د امريكې سفارت چارج ډي افيئرز (سي ډي اے) نيټلي اے بيكر د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې كړې۔ دې ووئيل يو اېس ايكسپورټ امپورټ بينك (EXIM) په دې وروستيو كښې د فنانسنګ منظوري وركړې ده چې ورسره به په پاكستان كښې معدني څانګې ته وده ترلاسه شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه به اقتصادي اړيكې لا زياتې شي۔ دې ووئيل په راتلونكي وخت كښې به EXIM پروجيكټ فنانسنګ سره د ريكوډيك درنګ او د دغې چلولو لپاره اړين د اعلٰې معيار امريكني د كان كنۍ آلات او د خدمات بيعه تر دوو بلين ډالرو رسولو له مرسته تر لاسه شي۔ دې ووئيل دې منصوبې سره امريكا او پاكستان كښې د روزګار ډېرې موقعې رامخې ته كېدو امكان دے۔ دې په دې خبره زور راوړو چې ټرمپ انتظاميه دا ډول شراكتداري د امريكې سفارت كارۍ يوه مهمه ستن ګرځولې ده٬ په خاص توګه په ھغه څانګو كښې چې پكښې نړيوال سپلائي چين لپاره مهم معدنيات شامل دي۔ دې ووئيل مونږ د امريكې كمپنو او د پاكستانو همكارانو ترمېنځه د معدنيات او كان كنۍ په مهمه څانګه كښې د نورو لوظنامو منتظر يو۔ د فنانسنګ اعلان د پاكستان د معدنيات څانګه كښې د امريكې د اقتصادي مصروفيات مهم پېشرفت دے كوم چې په يو داسې وخت كښې دوه اړخيزه مرستې ته د پراختيا وركولو اشاره ده چې په نړيواله كچه د مهمو معدنياتو طلب پرله پسې زياتېږي۔











