اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د شورو په ورځ د نېشنل اکاؤنټیبلټی بیورو (نیب) تر سيوري لاندې سپورټس کمپلیکس اسلام آباد كښې د بدعنوانۍ مخنيوي خبرتيا واك 2025 كښې ګډون كړے ۔د خبرتيا لاريون كښې وفاقي وزيرانو،د قامي اسمبلۍ غړو ، اعلیٰ سرکاری افسرانو او نامتوشخصیات ګډون وكړو۔ګډون كوونكو ته وينا كښې د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل نیب …
د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د نیب تر سيوري لاندې د بدعنوانۍ مخنيوي خبرتيا لاريون 2025 كښې كډون
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د شورو په ورځ د نېشنل اکاؤنټیبلټی بیورو (نیب) تر سيوري لاندې سپورټس کمپلیکس اسلام آباد كښې د بدعنوانۍ مخنيوي خبرتيا واك 2025 كښې ګډون كړے ۔د خبرتيا لاريون كښې وفاقي وزيرانو،د قامي اسمبلۍ غړو ، اعلیٰ سرکاری افسرانو او نامتوشخصیات ګډون وكړو۔ګډون كوونكو ته وينا كښې د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل نیب په کارکردګۍ اډانه اداره ده، نیب داخلي اصلاحات او موثره احتسابی نظام د لارې خپل تشخص او وقار بحال کړے ۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل قامی اسمبلۍ اوس د بدعنوانۍ په ضد هلو ځلو كښې نيب فعاله شراکت دار جوړ كړے او پارلیمان كښې دننه هم داخلی احتسابی عمل پېل كړے شوے ۔ ده د نیب د اړخه شفافیت، کارکردګی او بدعنوانۍ په ضد موثره اقدامات وستائېل۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د نیب اوسنۍ کامیابۍ ستائېلو سره د ادارې د 40 اربه روپو په ریکور كولو پيرزوئنې وړاندې كړي۔د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز د اړخه د لینډ مافیا په ضد اقدامات ستائېلو سره ووئيل دا ډول اقدامات د وګړو د حقونو تحفظ او ښې حکمرانۍ لپاره مهم دي۔











