د بشري حقونو وفاقي وزير سنېټر اعظم نزير تارړ سره د اسټراليا هائي کمشنر وليدل

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره پاکستان كښې د اسټراليا هائي کمشنر ټموتھي کين د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع د بشري حقونو وزارت سيکرټري عبد الخالق شېخ هم موجود ٶ۔ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره په دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره پاکستان كښې د اسټراليا هائي کمشنر ټموتھي کين د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع د بشري حقونو وزارت سيکرټري عبد الخالق شېخ هم موجود ٶ۔ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره په دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو ډلو په شموليت او حقونو اډانه واكمنۍ ودې لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ هائي کمشنر د بشري حقونو په اړه قانون سازۍ، پاليسي اصلاحات او د اداره جاتي ودې په اړه د پاکستان د اوسني پېشرفت ستائنه وكړه٬ د اسټراليا هائي کمشنر ټموتھي کين د كمزورو او د پسمانده طبقو تحفظ لپاره د حكومتي اقدامات ستائنې سره باور وركرو چې د اسټراليا حكومت به د بشري حقونو په وده كښې پاكستان سره مرسته روانه ساتي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د هائي كمشنر هركلي كولو سره ټولو وګړو لپاره د برابر حقونو ودې په اړه د پاكستان د پوخ عزم پخَلے وكړو۔ په آخر كښې دواړو ډلو د بشري حقونو په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو او د شريكو هلو ځلو د لارې عزت٬ مساوات او د شموليت ودې لپاره د عزم پخلے وكړو۔