ډيجيټل انفراسټركچر كښې ښه والي څخه به ډيجيټل معيشت قوي كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د وفاقي وزيرې شزه فاطمه دستورې ته خطاب

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي ډيجيټل انفراسټركچر كښې ښه والي څخه به د ډيجيټل معيشت قوي كولو له مرسته ترلاسه شي٬جديد ټېكنالوجي٬ د كلاؤډ سولوشنز ودې او د سباون تكنيكي ضروريات تر سره كولو لپاره د نجي ټيلي كام كمپنۍ زونګ هڅې د قدر وړ دي۔ دې د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي ډيجيټل انفراسټركچر كښې ښه والي څخه به د ډيجيټل معيشت قوي كولو له مرسته ترلاسه شي٬جديد ټېكنالوجي٬ د كلاؤډ سولوشنز ودې او د سباون تكنيكي ضروريات تر سره كولو لپاره د نجي ټيلي كام كمپنۍ زونګ هڅې د قدر وړ دي۔ دې د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د جديد ترين كلاؤډ انټیلیجنټ كمپيوټنګ سينټر پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال كړی۔په دستوره كښې سينئر سركاري چارواكي٬ د انډسټري لارښود او معزز مېلمانه هم موجود وو۔دستورې ته خطاب كولو سره د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئېل د دې ډيټا سنټر پرانسته د پاكستان تند رفتاره ډيجيټل بدلون عكاسي كوي٬قوي او جديد قومي ډيجيټل انفراسټركچر د هېواد اقتصادي پرمختګ٬جدت او د روزګار موقعو لپاره ضرورې دے٬مونږ د داسې شراكتدارو خذمات ته د قدر په سترګه ګورو كوم چې د حكومت وژن له مخې پرله پسې جديد ټيكنالوجۍ كښې سرمايه كاري كوي دغسې چې پاكستان په مربوط او ډيجيټل توګه خپلواكه جوړ كړے شي۔ د زونګ فور جي چيف ايګزيكټو افسر هووجن لي ووئيل دا زمونږ لپاره د وياړ سبب ده چې مونږ د پاكستان ډيجيټل وژن مخ په وړاندې بوځو٬زونګ فور جي نړيوال معيار انفارمېشن سروسز او تكنيكي جدت وركولو لپاره عزم لري كوم چې به د يو جامع او موثر ډيجيټل ماحولياتي نظام جوړولو كښې مرستياله ثابت شي ٬ هغه ووئېل زمونږ كلاؤډ انټيليجمنټ كمپيوټنګ سينټر٬مصنوعي ذهانت څخه چلېدونكے پليټ فارم او د كلاؤډ سولوشنز لانچ پاكستان ډيجيټل خوب په حقيقت بدلولو پلو مهم پېشرفت دے۔ دغسې زونګ فور جي د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وزارت سره نزدې شراكتدارۍ د لارې جدت ته ودې وركولو٬ډيجيټل رسنې ته پراختيا وركولو او پاكستان آئي ټي څانګې پرمختګ كښې بشپړ كردار ادا كولو له د عزم تذكره وكړه۔