د تعليم او پيشه واره تربيت وفاقي وزير مملكت وجيهه قمر د امريكې اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات٬تعليم٬فني تربيې او معدني څانګه كښې مرستې لا قوي كولو ته اتفاق

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزيرمملكت وجيهه قمر د امريكې د اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كړے چې پكښې تعليم٬فني تربيت او معدنيات و كان كني څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوی۔ملاقات د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د نوې يو ايس ايجوكېشنل فاؤنډېشن ان پاكستان ودانۍ پرانستې نه پس وزارت كښې وشو ٬دواړو خوا …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزيرمملكت وجيهه قمر د امريكې د اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كړے چې پكښې تعليم٬فني تربيت او معدنيات و كان كني څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوی۔ملاقات د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د نوې يو ايس ايجوكېشنل فاؤنډېشن ان پاكستان ودانۍ پرانستې نه پس وزارت كښې وشو ٬دواړو خوا په دې خبره اتفاق راغلو چې دا نوې ودانۍ به د تعليمي لارښودنې٬تعليمي تبادلو او پاكستان او امريكې ترمينځه د تعليمي مرستې ته لا وده وركړي۔د امريكې پلاوي كښې د بيورو آف ايجوكېشنل اينډ كلچرل افيئرز پرنسپل ډپټي اسسټنټ سېكرټري شيري كينيسن هال٬بيورو آف ساؤتھ اينډ سينټرل ايشين افيئرز ايكټنګ ډپټي اسسټنټ سېكرټري شيلي سيور او د امريكې سفارتخانې سينئر چارواكي شامل وو۔په ملاقات كښې د تعليمي مرستې٬د استاذانو پيشه وره پرمختګ٬د يو ايس ايجوكېشنل فاؤنډېشن د لارې تر زده كوونكو او استاذانو رسنه كښې اضافه او فني او پيشه وره تعليم(ټيوټ)كښې همكارۍ ته لا پراختيا وركولو باندې خبرې وشوي۔وزير مملكت وجيهه قمر ووئيل پاكستان خپلو ځوانانو ته تر نړيوال معيار تعليم رسنې وركولو او د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه روابط قوي كولو له عزم لري۔په غونډه كښې د پاكستان ټيوټ ادارو او د امريكې كميونټۍ كالجز ترمينځه د شراكتدارۍ زياتولو٬جديد نصاب معارفي كولو او په نړيواله كچه د سرټيفكيشن پروګرامونو په اجرا هم اتفاق وشو۔وزير مملكت وجيهه قمر ووئيل پاكستان امريكې سره خپلې شراكتدارۍ ته د قدر په سترګه ګوري او تعليم٬فني تربيت او رامخې ته شوو معاشي څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو له عزم لري۔