اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره يو كېدل او د ترهګرۍ ختمول ضروري ګرځولو سره وئيلي دي له دې پرته د معاشي بحالۍ خوب ريښتيا كېدې نه شي، د پاك پوځ په ضد پروپېګنډا د قبولولو وړ نه ده٬ د شهيدانو د قربانيو تمسخر كولو ته به څوك نه پرېږدو ٬ عسكري او سياسي مشرتابه چې په ګډه كار وكړو نو د ډيفالټ …
د هيواد پرمختګ او استحكام لپاره يو كيدل او د ترهګرۍ خاتمه ضروري ده٬ د پاك پوځ په ضد پروپيګنډا د نه قبولولو وړ ده: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره يو كېدل او د ترهګرۍ ختمول ضروري ګرځولو سره وئيلي دي له دې پرته د معاشي بحالۍ خوب ريښتيا كېدې نه شي، د پاك پوځ په ضد پروپېګنډا د قبولولو وړ نه ده٬ د شهيدانو د قربانيو تمسخر كولو ته به څوك نه پرېږدو ٬ عسكري او سياسي مشرتابه چې په ګډه كار وكړو نو د ډيفالټ خلې ته رسېدلے معيشت بېرته ټرېك ته راغلو ۔ ده د شورو په ورځ دلته قومي علماﺀ كنونشن ته خطاب كولو۔ په دې موقع نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار ، چیف آف ډیفنس فورسز او آرمي چیف فیلډ مارشل سید عاصم منېر او د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ په شمول وفاقي وزيران ٬ اعلی سركاري چارواكي او مشائخ موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل او بيا د علماﺀ كرامو د دعاګانو په بركت په معركه حق كښې پاكستان لويه كاميابي ترلاسه كړه۔ د وسله والو ځواكونو جرات او مړانې سره دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ شو۔ د چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر په مشرۍ كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو په مړانه سره دښمن ته ځواب وركړو٬ په دغه كاميابۍ كښې د بري ٬ بحري او فضائي پشمول د ټول پوځ كردار د ستائنې وړ دے۔ وزیراعظم د فرقه پرستۍ ختمول د وخت ضرورت ګرځولو سره ووئيل علماﺀ كرامو له به تفرقه ختمول وي٬ د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره يو كېدل ضروري دي ٬ له دې پرته هېواد پرمختګ نشي كولے۔ وزیراعظم ووئيل په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د هر ورځ بې ګناه كسان د فتنة الخوارج د ترهګرۍ ښكار كيږي٬ د امنيتي ځواكونو ځوانان د هېواد دفاع لپاره بلها قربانۍ وركوي٬ د دوي كورنيو سره چې كله مونږ ملاقات كوو نو هغوي په خپلو شهيدانو وياړ لري او د هغوي په مخونو د اطمينان اثار ليدلې كېږي۔ ده ووئيل مونږ به چاته خپلو شهيدانو پسې د خندا كولو اجازه ورنكړؤ۔ وزيراعظم ووئيل هېواد د معاشي استحكام او پرمختګ په لوري تندۍ سره روان دے٬ عسكري او سياسي مشرتابه په ګډه كار كولو سره د ډيفالټ خلې ته رسېدلے معيشت بيا ټرېك ته راوستلو٬ معركه حق څخه وروستو پاكستان تندۍ سره پرمختګ كوي٬ حكومت هېواد د معاشي پرمختګ په لورې روانولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ ده ووئيل مونږ به په محنت پاكستان هغه مقام ته رسوو چرته چې هغه پورونو څخه خلاصې اومومي او په خپلو پښو د اودرېدو منزل ترلاسه كړي۔ ده د هېواد پرمختګ لپاره د ترهګرۍ ختمول ضروري ګرځولو سره ووئيل د ترهګرۍ له ختمولو پرته د معاشي بحالۍ سفر پېل كېدے نه شي۔ وزیراعظم د تحريك پاكستان په ستړو كښې د علماﺀ كرامو د كردار ستائنې كولو سره ووئيل د پاكستان بنياد په كلمه طيبه اېښودلے شوے٬ زمونږ مشرانو قربانۍ وركولو سره آزادي ترلاسه كړې۔ امانت، دیانت او خوارۍ سره د پاكستان جوړولو مقصد ترلاسه كول وو۔ ده ووئيل شپه او ورځ خوارۍ سره پرمختګ او سوكالي ممكن ده۔ په نړۍ كښې اعلې مقام ترلاسه كوؤنكو قامونو خواري خپل شعار ګرځولې۔ وزیراعظم ووئيل پېسه پېسه بچ كولو سره به د هېواد معاشي تقدير بدل كړؤ او دا به د قائداعظم او علامه اقبال د خوبونو تعبير جوړ كړؤ۔ ده په قامي چارو د يو موټے كېدو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل ټوله نړۍ په معركه حق كښې د پاكستان د كاميابۍ اعتراف كوي٬ دښمن حېران دے او د ورونړو هېوادونو خوشحالي انتها نه لري٬ ملګرو هېوادونو په معركه كښې حق كښې بريا خپله بريا ګڼلو سره مونږ له مباركي راكړې۔ وزیراعظم د پاك پوځ په ضد پروپېګنډا د نه قبلولو وړ ګرځولو سره ووئيل دا د علماﺀ كرامو او زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې د خپل پوځ دفاع وكړؤ كوم چې زمونږ دفاع لپاره په خپلو وينو سره تاريخ رقم وكړو او زمونږ ازلي دښمن ته يۍ ماتې وركړه كومه به چې هغه تر قيامت ياده ساتي











