اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان بيلاروس د پارليماني فرينډ شپ ډلې وړومبې غونډه د كنوينر ايم اين اے نتاشا دولتانه په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې شوې۔كنوينر خپل د هر كلي خبرو كښې د ګډون كوونكو هركلے وكړو او د بيلاروس سره منظم او مستقل روابط په ځاے ساتلو په اهميت يې زور راوړو ۔ده د يو جامع او ګكوټلي انداز د لارې دوه اړخيزه اړيكو …
د پاكستان بيلاروس پارليماني فرينډ شپ ډلې وړومبۍ بريفنګ غونډه٬ دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره د پرله پسې پارليماني رابطې ضرورت رامخې ته كړے شو
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان بيلاروس د پارليماني فرينډ شپ ډلې وړومبې غونډه د كنوينر ايم اين اے نتاشا دولتانه په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې شوې۔كنوينر خپل د هر كلي خبرو كښې د ګډون كوونكو هركلے وكړو او د بيلاروس سره منظم او مستقل روابط په ځاے ساتلو په اهميت يې زور راوړو ۔ده د يو جامع او ګكوټلي انداز د لارې دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره د پرله پسې پارليماني رابطو ضرورت رامخې ته كړو ۔سفير محمد اعجاز ډلې ته تېر كال د پاكستان بيلاروس دوه اړخيزه اړيكو كښې په ځانګړي ښه والي بريفنګ وركړو چې پكښې سفارتي رابطو كښې اضافه او تجارت٬صنعت او حكومت سره د حكومت په كچه د مرستې په څانګو كښې كوټلې پېشرفت شامل دے۔سفير د خواري كښو او تګ راتګ٬ د سيمه ايزو رابطو چېلنجونو او دواړو هېوادونو ترمينځه صنعتي او تكنيكي مرستې زياتولو موقعو ته هم پام راوګرځولو ۔ د پارليماني فرينډشپ ډلې تعليم٬تعليمي تبادلو٬سكالرشپس٬ په كاروباري كچه روابط (Business-to-Business linkages) او كركيلې٬مشينرۍ او د سمارټ ټېكنالوجيز په اړه به مرستې زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔غړو د پاكستان او بيلاروس ترمينځه په اولسي كچه رابطو قوي كولو اهميت هم رامخې ته كړو۔خپل اختتامي كلمات كښې كنوينر د مستقل فالو اپ٬اړوندو وزارتونو سره په ښه همغږۍ او فعاله پارليماني سفارتي كارۍ بيلاروس سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د ګروپ د پوخ عزم پخلے وكړو۔په غونډه كښې د پاكستان بيلاروس پارليماني فرېنډ شپ غړو ګډون وكړو چې پكښې محمد عثمان٬باديني٬كرن عمران ډار٬علی جان مزاری،عبدالعلیم خان، نوابزادہ میر جمال خان رئیساني ، نوید عامر او شمائله رانا شامل وو۔











