اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره پاکستان كښې د متحده عرب امارات سفير سالم محمد سالم البواب الزابي د شورو په روځ ملاقات كړے دے ۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم د متحده عرب امارات 54مي عيد الاتحاد په ورځ مبارکي وركولو سره د پاکستان او متحده عرب امارات ترمينځه تاريخي اړيكو او …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره پاکستان كښې د متحده عرب امارات سفير ملاقات
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره پاکستان كښې د متحده عرب امارات سفير سالم محمد سالم البواب الزابي د شورو په روځ ملاقات كړے دے ۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم د متحده عرب امارات 54مي عيد الاتحاد په ورځ مبارکي وركولو سره د پاکستان او متحده عرب امارات ترمينځه تاريخي اړيكو او سټريټجکي شراکت دارۍ پخلے وكړو كومي چې ټولو څانګو كښې مخ په وړاندې رواني دي۔ده سفير له په اسلام آباد كښې د تعيناتۍ په مهال د نيكو هيلو څرګندوني سره ووئيل دواړو هېوادونه شريك پرمختګ او سوكالۍ لپاره د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له كار كوي۔











