د سرحدونو محافظو لپاره د مخالفينو ژبه كارولې شوې۔ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د پولو محافظو لپاره د مخالفينو ژبه كارولې شوې، وزيراعظم شهباز شريف او ما څو ځله وئيلي دي چې خبرو لپاره دروازې بېرته دي۔ د شورو په ورځ په پارلمان كښې د ميډيا استازو سره په خبرو كښې ده ووئيل ما او وزيراعظم څو ځله اپوزيشن ته وئيلي دي چې خبرو لپاره دروازې بېرته …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي د پولو محافظو لپاره د مخالفينو ژبه كارولې شوې، وزيراعظم شهباز شريف او ما څو ځله وئيلي دي چې خبرو لپاره دروازې بېرته دي۔ د شورو په ورځ په پارلمان كښې د ميډيا استازو سره په خبرو كښې ده ووئيل ما او وزيراعظم څو ځله اپوزيشن ته وئيلي دي چې خبرو لپاره دروازې بېرته پرتې دي خو هغوي وائي مونږ د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سره خبرې كول غواړو٬ ده ووئېل كوم پوځ چې هند څخه جنګ كړے د ھغه پوځ په ضد ئې ژبه خوزولې ده٬ د پارلمان فلور ئې د عدليه مخالف ژبې لپاره كارولے٬ د پولي محافظو لپاره هم د مخالفينو ژبه استعمال كړې شوې٬ څو ځله مې وئيلي دي چې د پارلمان فلور به د پوځ او عدليه مخالف بيان لپاره د استعمالولو اجازه ورنه كړم۔ ده ووئيل د عدليه او پوځ په ضد ټويټ شوي٬ مخالفې ډلې حالات داسې مقام ته رسول چرته نه چې بېرته راستنېدل ناممكن دي، ما د خبرو اترو لپاره څلور ګامونه اخستي خو ولې اوس 40 ګامونه په شا تللے يم، ده ووئېل چې پاكستان شته نو مونږ ټول يو٬ سياست هم دے او مونږ ټول هم ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه اپوزيشن خبرې كول غواړي نو ښه خبره ده۔