د موسمياتي بدلون اثرات څخه بچ كيدو لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه د لنډي مودې منصوبه جوړوو ۔ډاکټر شذره منصب علي خان کھرل

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذره منصب علي خان کھرل وئيلي دي د موسمياتي بدلون اثرات څخه بچ كيدو لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه د لنډي مودې منصوبه جوړوو،پاکستان د سخت موسمياتي بدلون سره مخ دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې انجم عقيل خان د پوښتني په ځواب كښې ډاکټر شذره منصب علي کھرل ووئيل وفاقي حکومت او په خاص توګه شهباز …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذره منصب علي خان کھرل وئيلي دي د موسمياتي بدلون اثرات څخه بچ كيدو لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه د لنډي مودې منصوبه جوړوو،پاکستان د سخت موسمياتي بدلون سره مخ دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې انجم عقيل خان د پوښتني په ځواب كښې ډاکټر شذره منصب علي کھرل ووئيل وفاقي حکومت او په خاص توګه شهباز شريف د موسمياتي بدلونونو اثرات نوټس اخستے دے ،موسمياتي بدلونونو په وجه پاکستان زيات ځپلے شوے،هېواد د وچ كالۍ ،سېلاب، کلاؤډ برسټ په شان قدرتي آفتونو سره مخ دے،په دې قابو موندلو لپاره د لنډي مودې منصوبه جوړه شوې، په دې اړه په 19 نومبر غونډه شوې چې پكښې وزيراعظم سپارښټنه كړي چې 240 ورځو كښې دننه تجاويز او اقدامات څخه ما خبر كړئ ، دې ووئېل د موسمياتي اثرات مخنيوي لپاره د اوبو ذخيره كولو لپاره ذخائر به جوړولې شي، د کميونټي په بنياد اقدامات كوو دغسې چې د اوبو بهېدنه قابو کړے شي