اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو جاري بيان كښې وئيلي دي د بشري حقونو نړيواله ورځ مونږ ته د مساوات، وقار او سماجي انصاف يادګېرنه كوي، هر انسان ته بنيادي حق ترلاسه دے، د هغه كه تعلق د كوم هم نسل، رنګ، مذهب يا ژبي سره وي،د رائے څرګندوني آزادي …
د بشري حقونو نړيواله ورځ مونږ ته د مساوات، وقار او سماجي انصاف يادګېرنه كوي۔ سينيټر روبينه خالد
اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو جاري بيان كښې وئيلي دي د بشري حقونو نړيواله ورځ مونږ ته د مساوات، وقار او سماجي انصاف يادګېرنه كوي، هر انسان ته بنيادي حق ترلاسه دے، د هغه كه تعلق د كوم هم نسل، رنګ، مذهب يا ژبي سره وي،د رائے څرګندوني آزادي او پريكړو كښې د ګډون حق د يوې قوي ټولني بنياد دے۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل بشري حقونه يواځې د فرد نه بلکه د اجتماعي هلو ځلو په طاقت سره قوي كيږي، بينظير انکم سپورټ پروګرام د فرق نه غير د هېواد نزدې 1 کروړ كورنيو له مالي معاونت وركوي، بينظير کفالت، تعليمي وظائف، نشوونما او د هنرمند په شان پروګرامونو د لارې مستحق كورنيو له معاشي خپلواكي، تعليم، صحت او د روزګار موقعې وركوي۔ده ووئيل بنيادي بشري حقونو تر مخه حکومت د پسمانده طبقو ښېګړې لپاره خپلي مخلصانه هڅي رواني ساتلي دي











