د هري پور ټاكنو كښې د مسلم لیګ (ن) کامیابي د دې خبري ثبوت دے چې وګړي د صوبائي حكومت څخه مایوسه شوي ۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صوبائی صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د هری پور ټاكنو كښې د مسلم لیګ (ن) کامیابي د دې خبري ثبوت دے چې وګړي د صوبائي حكومت څخه مایوسه شوي ،زياتره وګړي د نورو ګوندونو په پرېښودلو مسلم لیګ (ن) كښې شامليږي،د پېښور جلسه كښې په ګډون نه …

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صوبائی صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د هری پور ټاكنو كښې د مسلم لیګ (ن) کامیابي د دې خبري ثبوت دے چې وګړي د صوبائي حكومت څخه مایوسه شوي ،زياتره وګړي د نورو ګوندونو په پرېښودلو مسلم لیګ (ن) كښې شامليږي،د پېښور جلسه كښې په ګډون نه كولو وګړو شرارتي ایجنډا مسترد کړې ده۔د شورو په ورځ کشمیر کونسل كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې امیر مقام په ګوند كښې د نوو شاملو شوو كسانو هركلي كولو سره ووئيل مسلم لیګ (ن) كښې نوو شاملو شوو ملګرو ته هركلے وايو۔امیر مقام ووئيل کوهاټ څخه پخواي صوبائی وزیر سید قلب حسن او خوشدل خان شامل شوي كوم چې خپل يو نوم لري، د نوو كسانو په شاملولو كښې بهرا مند تنګي لوي كردار لري۔انجینئر امیر مقام ووئيل د خپل ګوند او ليډرشپ د اړخه نوو شاملو شوو كسانو ته مباركي وركوم،زمونږ سیاست اولسي دے ٬ د صوبې ښه والي لپاره به په ګډه كار كوو۔ده ووئيل زياتره وګړي د نورو ګوندونو په پرېښودلو په مسلم ليګ (ن) كښې شامليږي،ځيني كسانو وګړي ګمراه كړې،12 كلونو راهسې هغه كسان حکمرانی کوي چې هغوي كومه خپله ايجنډا نه لري،د خوشحالۍ خبره دا ده چې ټولي چاري بيرته اخستلې كيږي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د هری پور ټاكنو كښې وګړو ښكاره پیغام وركړے چې شرارتی ایجنډې سره نور نه شو چليدلے۔ده ووئيل د تحریك انصاف دا خيال ؤ چې د پېښور جلسه كښې به ګڼ شمير وكړي ګډون وكړي،دغه جلسه په بشپړه ډول فلاپ شوې،وګړو د هغوي ایجنډا مسترد کړې ده۔ده ووئيل پاك پوځ او پولیس شهيدان كيږي او هغوي احساس هم نه لري،تحریك انصاف د ټي ټي پي وياند جوړ شوے۔ده ووئيل تحریك انصاف د ترهه ګرو آله کار جوړ شوے،آيا د خپل هېواد چاري د هند د چينل برخه كړو،ملاقات لپاره يوه تګلاره وي،په سترو لارو ټك ټاك جوړل د چا ايجنډا ده،د هند چینل دې د مقبوضه کشمیر پلو كيمره وګرځوي نو معلومه به شي، په داسې حالاتو كښې ریاست کښې دننه د ریاست کوم ګنجائش نه شته۔امیر مقام ووئيل خېبر پښتونخوا كښې وګړي د كور څخه نه شي وتللے ٬ دغه كسان جلسې كوي،زمونږ په جلسو كښې چاؤدني كيږي۔امیر مقام ووئيل د تحریك انصاف لارښود وائي مينډيټ مونږ لرو، مینډيټ د اولس ښه والي لپاره وي، د اډياله زندان نه د بهر كېښناستلو لپاره نه دے،مونږ خواهش لرو چې د ټاكنو د لارې تحریك انصاف له ماتې وركړې شي،ګلګت بلتستان كښې دا مهال نګران حکومت دے۔