اسلام آباد۔10دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سوار ايم حسين شهيد نشان حيدر ته د هغه په 54 مه شهادت ورځ د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د قام د دې مېړني فرزند قربانۍ ته سلام كوم۔ د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د سوار اېم حسېن شهيد مړانه د پاكستان د عسكري تاريخ يو روښانه باب دے۔ هغه د …
د سپيكر سردار اياز صادق سوار ايم حسين شهيد نشان حيدر ته د هغه په 54 مه د شهادت ورځ د عقيدت پيروزوئنې
اسلام آباد۔10دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سوار ايم حسين شهيد نشان حيدر ته د هغه په 54 مه شهادت ورځ د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د قام د دې مېړني فرزند قربانۍ ته سلام كوم۔ د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د سوار اېم حسېن شهيد مړانه د پاكستان د عسكري تاريخ يو روښانه باب دے۔ هغه د كال 1971 په جنګ كښې د مړانې يو مثال قائم كړے ٬ هغه په ظفر وال،شکر ګړھ سېکټر كښې دښمن ته زيات زيان رسولے ؤ ۔ هرار خورد ته نزدې هغه د دښمن ټېنكونه په بشپړه ډول په ګوته كړل او د دغې په نتيجه كښې د ري کوئلس رائفلز په ډزو د دښمن 100 ټېنکونه تباه شول۔ په ډګر تر 5 ورځو جنګېدو سره سوار اېم حسېن د 22 كالو په عمر كښې شهيد شوے ؤ ۔ قام به د خپل اتل سوار اېم حسېن شهيد قربانۍ تل يادې ساتي۔ دغسې سپيكر د هغه لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه











