د وفاقي وزير محسن نقوي بهادر فرزند سوار ايم حسين شهيد ته سلام او پيرزوئنې

اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاك پوځ ميړني فرزند سوار ايم حسين شهيد ته سلام او پيرزوئنې وراندې كړې دي۔ په خپل بيان كښې محسن نقوي ووئيل د شكر ګړھ په ډګر د مړانې نوي تاريخ رقم كونكې اتل ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو۔ محسن نقوي د سوار اېم حسين شهيد د خذمات ستائنې كولو سره ووئيل سوار اېم حسېن شهيد فولادي …

اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاك پوځ ميړني فرزند سوار ايم حسين شهيد ته سلام او پيرزوئنې وراندې كړې دي۔ په خپل بيان كښې محسن نقوي ووئيل د شكر ګړھ په ډګر د مړانې نوي تاريخ رقم كونكې اتل ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو۔ محسن نقوي د سوار اېم حسين شهيد د خذمات ستائنې كولو سره ووئيل سوار اېم حسېن شهيد فولادي عزم سره د دښمن مقابله كړې۔ سوار اېم حسېن د خپل ځان پرواه كولو نه پرته د دښمن د پټو ځايونو په اړه پرېكنده معلومات وړاندې كړل۔ محسن نقوی ووئيل د سوار اېم حسېن شهيد لارښونې د پاك پوځ پېش قدمي مؤثر كړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيد قربانۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په ورېدونكو ګولو كښې سوار اېم حسېن د دښمن پټ ځايونو په ګوته كولو په مهال د شهادت درناوے ترلاسه كړے ؤ ۔ محسن نقوی ووئيل د سوار اېم حسېن شهادت د پوځ هر يو ځوان لپاره د ثابت قدمۍ او زړورتيا يو مثال دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د سوار اېم حسېن معركه يو پېغام دے چې زمونږ هر يو عسكر په وطن خپل ځان قربانول خپل درناوے ګڼي۔