آئين هر يو وګړي ته د بنيادي حقونو ضمانت وركوي٬حكومت د رياستي ادارو مضبوطولو هڅه كوي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بنيادي حقونو او په خاص توګه د بشري عزت ٬ تكريم ٬ برابرۍ او آزادۍ تحفظ له د قامي عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پاكستان نه يوازې د بشري حقونو په معامله كښې د نړيوالو لوظنامو خيال ساتي بلكې د بنیادی اسلامی تعلیمات په رڼا كښې هم ټول حقونه مقدم ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د …

اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بنيادي حقونو او په خاص توګه د بشري عزت ٬ تكريم ٬ برابرۍ او آزادۍ تحفظ له د قامي عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پاكستان نه يوازې د بشري حقونو په معامله كښې د نړيوالو لوظنامو خيال ساتي بلكې د بنیادی اسلامی تعلیمات په رڼا كښې هم ټول حقونه مقدم ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بشري حقونو د نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاکستان نن نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځي۔ د دې ورځې په مناسبت سره پاكستان د دې عزم پخلے كوي چې مونږ د بنيادي بشري حقونو او په خاص توګه د عزت ٬ تكريم ٬ برابرۍ او آزادۍ تحفظ عزم لرؤ۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيواله ورځ په كال 2025 كښې “زمونږ د آمروزه ژوند ضرورتونه” عنوان سره لمانځلې شي ٬ دا سرخط دا حقيقت په ډاګه كوي چې بشري حقونه يوازې نظرياتي يا كتابي تصورات نه بلكې د خوراك ٬ پاكو اوبو رسولو او د ژوند تحفظ په څير په بنيادي عناصر مشتمل دي۔ ده ووئيل دا ورځ په كال 1948 كښې د ملګرو ملتونو لخوا بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د منظور كړې شوې تاريخي اعلاميه يادګېرنه كوي٬ كومې چې ټول انسانيت لپاره د عزت ٬ آزادۍ ٬ برابرۍ ٬ انصاف او د تحفظ د ستړو يو نوے باب رقم كرو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان نه يوازې د بشري حقونو په معامله كښې د نړيوالو لوظنامو خيال ساتي بلكې د بنیادي اسلامي تعلیمات په رڼا كښې هم ټول حقونه مقدم ساتي۔ ده ووئيل اسلام د بشري حقونو تر ټولو مضبوطه ٬ معتبره او مؤثر سرچينه ده۔ اسلام ټول انسانيت لپاره د برابر اعلان كوي۔ ده ووئيل زمونږ آئين د هر وګړي د بنيادي حقونو ضمانت وركوي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د رياستي ادارو مضبوطولو هڅې كوي دغسې چې سماجي تحفظ ٬ صنفي برابري ٬ د مېرمنو ٬ اقليتونو او د ټولنې د كمزورې طبقو د حقونو مؤثر تحفظ باوري كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل د حكومت لخوا د بشري حقونو تحفظ او ترويج لپاره هېلپ لائن 1099 جوړ كړے شوے ۔ دغسې نېشنل کمېشن فار هيومن رائټس، نېشنل کمېشن آن دی سټېټس آف وېمن او نېشنل کمېشن آن دی رائټس آف چائلډ به لا مضبوطولې شي۔ ده ووئيل پارلیمنټ د اقليتونو حقونو لپاره نېشنل کمېشن بل 2025 هم منظور كړے۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ پاكستان د دې عزم پخلے كوي چې په ټولنه كښې د هر وګړي عزت او احترام به لا مضبوطولې شي٬ دوي ته به د پرمختګ موقعې وركولې شي۔ وزیراعظم د بشري حقونو تحفظ شريكه ذمه واري ګرځولو سره د ټولنې طبقو ٬ صوبائی حکومتونو ، ریاستی ادارو، سیاسي قیادت، سول انتظامیې، میډیا، سول سوسائټۍ او په خاص توګه ځوانانو ته غږ وكړو چې هغوي راوادارۍ ٬ انصاف او بشري وقار ته وده وركولو كښی خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔