لاهور 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د جي اېس پي پلس پاليسۍ په نتيجه كښې په اروپا كښې د پاكستان په برامدات كښې 80 فيصد اضافه رېكارډ شوې او د اروپائي هېوادونو پاكستان كښې برامدات هم 60 فيصد زيات شوي ، د بزنس کميونټي د مثبت تجويزونو هركلے كوم٬ دوي د هېواد په معيشت كښې اهم رول لري٬ د كاروباري …
د بزنس کميونټي د مثبت تجويزونو هركلے كوم٬ د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل لپاره به هر ډول مرسته كوٶ۔ د بلاول بھټو زرداري د اېف پي سي سي آئي په لاهور ريجنل آفس كښې خبرې
لاهور 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د جي اېس پي پلس پاليسۍ په نتيجه كښې په اروپا كښې د پاكستان په برامدات كښې 80 فيصد اضافه رېكارډ شوې او د اروپائي هېوادونو پاكستان كښې برامدات هم 60 فيصد زيات شوي ، د بزنس کميونټي د مثبت تجويزونو هركلے كوم٬ دوي د هېواد په معيشت كښې اهم رول لري٬ د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل لپاره به هر ډول ممكن مرسته كوٶ، چين د پاکستان څيزونه خپل هېواد كښې معارفي كول غواړي٬ وزيراعظم او د ھغه ډله معاشي استحکام لپاره هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د فيډريشن آف پاکستان چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټري (اېف پي سي سي آئي) په لاهور ريجنل آفس كښې بزنس كميونټۍ ته كړې۔ ده ووئيل د پيپلز پارټۍ او بزنس کميونټۍ ترمېنځه تل قوي او بامقصده اړيكې پاتې دي٬ د فيډريشن چيمبر وړاندې كړي تجويزونه د قدر وړ دي او ګوند به د دې پاليسي ايډوائزري بورډز سره بشپړه مرسته كوي۔ ده زياته كړه هڅې كوٶ چې د پنجاب کميونټۍ څخه د څه زده كولو موقع ترلاسه شي٬ د بزنس کميونټۍ د مثبت تجويزونو هركلے كوم۔ ده ووئيل دوي د هېواد په معيشت كښې مهم رول لري٬ د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كوٶ۔











