اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د نهې په ورځ اسلام آباد كښې پاكستان كښې د تاجكستان سفير يوسف شريف زاده سره ملاقات كړے دے ۔وفاقي وزير سفير ته هركلي وئېلو سره په زرعي او غذائي تحفظ څانګو كښې د پاكستان تاجكستان مرستې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پاكستان د اعلٰی معيار زرعي مصنوعات٬لائيو سټاك …
د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د تاجكستان سفير يوسف شريف زاده ملاقات٬ د كر كېلې او غذائي تحفظ په څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د نهې په ورځ اسلام آباد كښې پاكستان كښې د تاجكستان سفير يوسف شريف زاده سره ملاقات كړے دے ۔وفاقي وزير سفير ته هركلي وئېلو سره په زرعي او غذائي تحفظ څانګو كښې د پاكستان تاجكستان مرستې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پاكستان د اعلٰی معيار زرعي مصنوعات٬لائيو سټاك او ويليو ايډډ فوډ آئټمز برآمد كښې لويې صلاحيت لري او سيمه ايزو شراكتدارو سره د شريكې ګټې تجارت كښې زياتوالي څخه د دواړو هېوادونو فوډ سسټمز او سيمه ايز معاشي روابط ته به تقويت ترلاسه شي۔د ملاقات په مهال سفير يوسف شريف زاده د پاكستان څخه د زرعي درآمدات زياتولو ٬په خاص توګه د غوښې په لويه پېمانه خريدارۍ كښې خوښۍ څرګنده كړه ۔هغه د پاكستان څخه د 1 لك ټنه غوښې اخستلو خواهش څرګند كړو چې ماليت يې 50 ملين ډالر څخه زيات جوړېږي۔دا پېشرفت د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي مرسته كښې يو مهم سنګ ميل دے۔ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې په لويه پېمانه د غوښې برآمد پېل لپاره به ډېر زر يو باضابطه لوظ نامه وكړې شي۔وفاقي وزير د تاجكستان ضروريات پوره كولو لپاره د هر ممكنه مرستې باور وركړو او پاكستان لخوا د تاجكستان غذائي او لائيو سټاك ضروريات كښې د بشپړه معاونت خواهش يې څرګند كړو ۔سفير وفاقي وزير ته 18 دسمبر څخه په پیل كېدونكې د تاجكستان كلتور اونۍ كښې د ګډون بلنه هم وركړه كومه چې د دواړو هېوادونو كلتوري او اولسي روابط د مضبوطولو علامت دے۔دواړو هېوادونو دوه اړخيزه مرستې عزم څرګندونه وكړه ۔











