بيلا بېلو سياسي شخصيات سره رابطې روانې دي٬په ګوند كښې د شاملېدونكو لارښودو نامې به پخپل وخت واضحه كولې شي۔انجينئر امير مقام

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي آزاد كشمير كښې سياسي لارښود مسلم ليګ(ن)كښې د شاملولو اختيار د مسلم ليګ ن آزاد كشمير سره دے٬د الېكشن كمشنر تعيناتۍ لپاره وزيراعظم او د مخالفې ډلې مشر سره په ګډه پريكړه كول پكار ده ۔د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير د سياسي كمېټۍ غونډه …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي آزاد كشمير كښې سياسي لارښود مسلم ليګ(ن)كښې د شاملولو اختيار د مسلم ليګ ن آزاد كشمير سره دے٬د الېكشن كمشنر تعيناتۍ لپاره وزيراعظم او د مخالفې ډلې مشر سره په ګډه پريكړه كول پكار ده ۔د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير د سياسي كمېټۍ غونډه شوې٬د الېكشن كمشنر په تقررۍ وزيراعظم او اپوزېشن له په ګډه پريكړه كول پكار ده۔ده ووئيل وزيراعظم او د اپوزېشن په مشاورت به نامه ليږو ٬ښې نتيجې به رامخې ته شي٬د سياسي كمېټۍ غونډه كښې د الېكشن كمېشن په تقررۍ تفصيلي مشاورت كشوے ٬ ده ووئېل وزيراعظم هم سهار په دې معامله بريف كړے شوے ۔د كشمير چارو وزير ووئېل د مسلم ليګ(ن) آزاد كشمير لارښودو سره د كشمير وزير ملاقات شوے٬ د سياسي لارښودو په ګوند كښې د شاملولو اختيار د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير سره دے٬ډېر سياسي لارښود به مسلم ليګ (ن)كښې شامل شي۔د آزاد كشمير چارو وزير ووئيل بيلا بېل سياسي شخصيات سره رابطې روانې دي٬ ګوند كښې د شاملېدونكو لارښودو نامې به بخپل وخت واضحه كړی شي۔ده ووئيل د مير اكبر پشمول نورو لارښودو سره مشاورت روان دے٬نوې خلق شامليږي٬لړۍ به روانه وي۔